راپور: امریکا پر ایران بریدونو ته تیاري نیسي

سي بي ایس نیوز راپور ورکړی چې امریکا پر ایران د بریدونو د نوې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.

دې امریکايي شبکې د شنبې په لومړیو ساعتونو کې د هغو سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي چې د نوو بریدونو لپاره تیاری او چمتووالی د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

خو په راپور کې راغلي چې د امریکا په وخت د جمعې تر مازیګر پورې لا د ایران پر خاورې د احتمالي نوي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.

هم‌مهاله، د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یوې خبریالې په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره غونډه کړې، خو په دې ناسته کې کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې.

د سپینې ماڼۍ د دې خبریالې په وینا، ټرمپ په غونډه کې موافقه کړې چې د ډیپلوماسۍ لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا شته، خو په عین حال کې جګړې ته د بېرته ستنېدو احتمال لا هم یو انتخاب دی.