د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د خپل هېواد لوېدیځ فضايي حریم په موقتي ډول بند اعلان کړ

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د لوېدیځې سیمې فضايي حریم په لنډمهاله توګه بند شوی دی.

دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپره شوې چې له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ د یوې ډیپلوماټیکې حللارې او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، او له بلې خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا پوځ یو ځل بیا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

د ملکي هوايي چلند ادارې د خبرپاڼې له مخې، د تهران د الوتنو د معلوماتي سیمې په لوېدیځه برخه کې د ټولو مسافرو وړونکو الوتنو جوازونه لغوه شوي دي.

اوس مهال یوازې اته هوايي ډګرونه، چې پکې مهرآباد، امام خمیني، اصفهان او یزد شامل دي، د فعالیت اجازه لري.