د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې خپل هیواد ته د افغانانو پر جبري ستنولو انتقاد وکړ، ویې ویل چې ایستل شوي کسان د ځورونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ دي.
شبیا مانټو پرون (جمعه) یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ښځې، سړي او ماشومان له هغو هېوادونو څخه، چې هلته یې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، د خپلې خوښې خلاف بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د ملګروملتو د بشري حقونو ویاندې زیاته کړه، د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته د افغانانو ستنول هغوی ته جدي خطر پېښولی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه پورې۲۷۰ زره افغانان افغانستان ته ایستل شوي دي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. همداراز، لږ شمېر کسان له ترکیې او تاجکستان څخه هم بېرته ستانه کړل شوي دي.