د م.م. د بشري حقونو کمېشنر د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي هیوادونو پر نویو قوانینو اندېښنه وښوده

ولکر تورک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر د اروپايي اتحادیې له لوري هغه وړاندیز شوي قوانین د اندېښنې وړ بللي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو په اړه جوړ شوي دي.

ولکر تورک ویلي، افغانستان ته په زوره د افغان کډوالو ستنول هغوی له جدي خطر سره مخامخوي او د نړیوالو پناه‌غوښتنې قوانینو خلاف عمل ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي، خبریالان او د مدني ټولنې غړي لا هم په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

ولکر تورک له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره هغه تګلارې رد کړي چې د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې اروپايي کمېسیون د طالبانو د استازو د احتمالي بلنې خبره کړې، چې بروکسل ته ورشي او د افغان کډوالو د ستنولو په اړه ورسره خبرې وکړي.

خو اروپايي پارلمان بروکسل ته د طالبانو د استازو د نه بللو غوښتنه کړې ده.

په اروپا کې یو شمېر افغانان، چې ورته ویل شوي چې افغانستان ته به استول کېږي، په افغانستان کې د خپل ژوند په اړه اندېښنه ښيي.

د پولنډ د کډوالو په یوه کمپ کې یو میشت افغان، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي او له تېرو اته میاشتو راهیسي یې په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کړې او لا یې اسناد نه دي ترلاسه کړي وايي، د بې اسناده افغانانو د ډیپورټ خبرونو سخت اندېښمن کړی دی.

ولکر تورک له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره هغه تګلارې رد کړي چې د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي.

دی وايي په افغانستان کې یې په تېر جمهوري نظام کې د ملي اردو په ځانګړو ځواکونو کې دنده لرله او اروپا ته د خپل سر د خوندیتوب په هدف راوتلی دی.

د جرمني د کډوالو په یوه کمپ کې بل میشت افغان چې تازه یې د کډوالۍ دوسیه رد شوې، ازادي راډيو ته وویل، دوه کاله کیږي چې اروپا ته راغلی خو لا یې هم اسناد نه دي ترلاسه کړي.

ده هم د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل،

"دا اته ورځې کیږي چې ماته یې د رد ځواب راکړو خو له کمپه یې لا نه یم ایستلی، اوس دوی اسناد ډېر په سختۍ ورکوي، دا زموږ لپاره ډېره ځورونکې ده، زه له تېرو دوه کلونو راهیسي په څلورو بیلابیلو اروپايي هیوادونو وګرځېدم خو تراوسه یوه هم زما کیس نه دی تایید کړی، دې بې سرنوشته وضعیت ډېر اندېښمن کړی یم."

له بلې خوا د اروپايي پارلمان مرستیالې پینا پېچیرنو د طالبانو له لوري د اروپايي کمېسیون د بلنې په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره هر ډول هوکړه د داسې رژیم په رسمیت پېژندل دي چې د ښځو پر ضد «د بشریت ضد جنایت» ترسره کوي. د هغې په وینا، د اروپايي پارلمان استازي له طالبانو سره د اړیکو د هر ډول عادي کولو مخالف دي.

اروپايي کمېسیون په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرو اترو ته بللي وو؛ هغه اقدام چې د یو شمېر اروپايي سیاستوالو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

تر دې وړاندې د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن بروکسل ته د طالبانو د احتمالي سفر په غبرګون کې ویلي وو چې طالبانو ته هېڅ ډول مشروعیت او معامله د منلو وړ نه ده. هغې په طنزي ډول ویلي وو: «د اروپايي ټولنې چارواکي په بروکسل کې طالبانو ته سره غالۍ هواروي.»