د اذربایجان د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو اړیکو د چارو مشر حکمت حاجییف ویلي، اذربایجان او افغانستان اوږدې تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې لري او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اذري رسنیو د راپور له مخې، حاجییف پرون جمعه (د مې په ۲۲مه) په باکو کې د نړیوال ښاري فورم ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان دیپلوماتیکه استازولي په کابل کې لا هم د سفیر په کچه فعاله ده.
هغه زیاته کړه: «زموږ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دودیزې اړیکې موجودې دي.»
نوموړي کابل ته د اذربایجان د صدراعظم د مرستیال سفر د تېر کال سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په هغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې وې.
حاجییف وویل، اذربایجان له افغانستان سره د همکاریو لپاره ډېر فرصتونه ویني، په ځانګړي ډول د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي.
هغه همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال یو شمېر افغان محصلان په اذربایجان کې زدهکړې کوي او د زدهکړو برخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو لپاره له مهمو ظرفیتونو وبلله.