پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو مالي ملاتړ

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او نړیوال بانک ویلي چې پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته مالي مرستې ورکوي.

دغه مرستې، چې پرون (چهارشنبې) اعلان شوې، د هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د تخمونو د تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابینو، پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.

د راپور له مخې، له دغو پنځو شرکتونو څخه درې د ښځو له‌خوا اداره کېږي، او تمه ده چې دا پروژې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې، کرنیزو بازارونو او اقتصادي ودې سبب شي.