طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د روښانتیا غوښتنه کړې
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له چارواکو سره یې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
د کونسلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار له پاکستانه غوښتي چې د دغو افغانانو د تعقیب لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي او د نیول شویو کسانو معلومات له افغان کونسلګرۍ سره شریک کړي.
هغه همداراز د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او ورته قونسلي خدمات وړاندې کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.