د راپورونو له مخې پردغې جګړې سربیره چې پاکستان یې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې مخ ته وړي، د اسلام آباد او ابوظبي ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې کړکیچنې شوې دي. د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ترمنځ سیالي هم د دغو اړیکو د خرابیدو یوبل لامل ګڼل کیږي.
د اپرېل په ۶مه په الوتکه کې کېنول شوم او له اماراتو ډیپورټ شوم.
د اپرېل په لومړیو کې، حمید علي شاه ته د هغه د کارفرما، د متحده عربي اماراتو د ملي رېل پټلۍ شبکې (اتحاد رېل)، له خوا امر وشو چې پولیسو ته حاضر شي. له دغه ملکي انجنیرڅخه د څو ساعتونو لپاره پوښتنې وشوې، څو ورځې په بند کې وساتل شو او بیا خپل هېواد پاکستان ته ډیپورټ شو. شاه ازادي راډیو ته وویل: "زه په دنده وم چې راته زنګ راغی. له دوو ساعتونو پوښتنو وروسته، زه له ۱۳ نورو کسانو سره په یوه وان موټرکې کېنول شوم او د کډوالۍ د توقیف مرکز ته یووړل شوم. د اپرېل په ۶مه په الوتکه کې کېنول شوم او له اماراتو ډیپورټ شوم."
د یوه پاکستاني مدافع وکیل او د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې شاه د هغو زرګونو پاکستانيانو له ډلې څخه دی چې د متحده عربي اماراتو له خوا وروسته له هغې بیرته پاکستان ته ډیپورټ شول چې متحده ایالاتونو او اسراییل د فبرورۍ په ۲۸ د ایران په وړاندې جګړه پیل کړه.
د دوی ډېری یې شیعه مسلمانان او د هغه هیواد وګړي دي چې د نفوس اکثریت یې سني مسلمانان دي. په پاکستان کې د شیعه مذهبي لږکیو شمیر شاوخوا ۳۵ میلیونه دی. دغه ټولنه له ایران سره چې د شیعه مسلمانانو د شمیرله پلوه د نړۍ ترټولو لوی هیواد بلل کیږي، نژدې اړیکې پالي.
د ایران په وړاندې جګړه کې دې هیواد د متحده عربي اماراتو په ګډون پرخپلو د فارس خلیج پر ګاونډیانو سلګونه ډرونونه او توغندي وتوغول. د تهران په غچ اخیستونکو بریدونو کې متحده عربي امارات چې د متحده ایالاتو او اسرایل متحد دی، ترټولو ډیرزیانمن شوی.
Your browser doesn’t support HTML5
د ایران په ټلویزیون کې د اماراتو د بیرغ په لور ډزې
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې پاکستان، چې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د مهم منځګړي په توګه رول لوبولی، له ډېر وخت راهیسې د متحده عربي اماراتو متحد پاتې شوی. خو د ابوظبي او اسلام آباد ترمنځ له هغه مهال راهیسې کړکېچ زیات شوی چې پاکستان له سعودي عربستان سره چې د اماراتو سیال ګڼل کیږي، خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا ۲ میلیونه پاکستانیان کارکوي. هغه میلیارډونه ډالر پیسې چې دوی یې هر کال پاکستان ته لیږي، نه یوازې د خپلو کورنیو ژوند پرې بسیا کوي بلکې د دې هیواد له ځپل شوي اقتصاد سره هم مرسته کوي.
داسې ښکاري چې په متحده عربي اماراتو کې میشت شیعه پاکستانیان د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ قرباني شوي دي
په واشنګټن کې مېشت، اتلانټیک کانسل څیړنیز مرکزکې لوړپوړی څېړونکی مایکل کوګلمن وایي: "داسې ښکاري چې په متحده عربي اماراتو کې میشت شیعه پاکستانیان د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ قرباني شوي دي." هغه زیاته کړه: "په متحده عربي اماراتو کې داسې هم انګیرل کیږي چې پاکستان ایران ته ډېر نژدې کېږي او ورسره ډیره خواخوږي ښیي، په ځانګړي ډول چې پاکستان هڅه کوي، جګړه کې د منځګړیتوب رول ولوبوي او ځان بې طرفه وښيي."
په دې اړه نور:
د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان او دریو نورو هېوادونو هڅې پیل شويهغو لسګونو پاکستانیانو چې په دې ورستیو کې له متحده عربي اماراتو ایستل شوي او ازادي راډیو ورسره خبرې کړي، ډیرو یې ویلي چې له کوم خبرداري یا عادلانه څیړنې پرته له هغه هیواده ایستل شوي دي. ځینو نورو ویلي چې دوی ته د رخصتۍ پر مهال وویل شول چې بیا دې هېواد ته ورنشي.
په دوی کې یوهم رضوان حیدر دی، چې ۱۵ کاله یې د دوبۍ د لارو او ټرانسپورټ له لویې ادارې سره کارکړی دی.
حیدر د رخصتۍ لپاره د پاکستان په شمال لوېدیځ کې خپل ټاټوبي پاړاچنار ته تللی و. هغه ته یوه ورځ مخکې تردې چې بېرته اماراتو ته ستون شي، خبر ورکړل شوی و چې ویزه یې لغوه شوې ده.
د متحده عربي اماراتو دغه دولتي اداره د دې هیواد په ترټولو لوی ښاردوبی کې د ټرانسپورټ چارې سمبالوي.
د ایران د جګړې له پیلیدو لږ مخکې، حیدر د رخصتۍ لپاره د پاکستان په شمال لوېدیځ کې خپل ټاټوبي پاړاچنار ته تللی و. هغه ته یوه ورځ مخکې تردې چې بېرته اماراتو ته ستون شي، خبر ورکړل شوی و چې ویزه یې لغوه شوې ده.
حیدر وویل: "ما سمدستي خپل مدیر ته زنګ وواهه، هغه راته وویل چې زما ویزه او د کار اجازه لغوه شوې او زه نور د دې ادارې کارکوونکی نه یم."
متحده عربي اماراتو په رسمي ډول له هغه هیواده د دغو ایستل شویو پاکستانیانو په اړه څه نه دي ویلي. ازادي راډیو په دې اړه د متحده عربي اماراتو او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارتونو د نظرغوښتنه کړې وه. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې پاکستاني کارګر له اماراتو څخه نه ایستل کېږي. د دې وزارت په یوه بیان کې چې د مې په ۸مه خپور شوی، ویل شوي: " د متحده عربي اماراتو په ګډون له هېڅ هېواد یا فرقې سره تړاو لرونکي پاکستانیان نه ایستل کیږي."
خو د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (FIA) یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو اونیو کې له هغه هیواده د ایستلو یوه څپه روانه ده.
مدافع وکیل شیرافضل مروت د مې په ۱۴مه خبریالانو ته وویل چې یوازې له پاړاچنار څخه تر ۸۰۰۰ پورې کسان له متحده عربي اماراتو ایستل شوي دي
د پاکستان په شمال لویدیځ کې میشت مدافع وکیل شیرافضل مروت د مې په ۱۴مه خبریالانو ته وویل چې یوازې له پاړاچنار څخه تر ۸۰۰۰ پورې کسان له متحده عربي اماراتو ایستل شوي دي. نوموړي له متحده عربي اماراتو څخه ترکتنې وروسته وویل: "د بهرنیو چارو وزارت درواغ وايي چې خلک نه ډیپورت کيږي." هغه زیاته کړه: "ما له لسګونو پاکستانيانو سره ولیدل. له ټکسي چلوونکو نیولې تر سوداګرو پورې، هر څوک چې د حسن، حسین، علي په شان نومونه لري، اماراتي چارواکي یې شړي."
حسن، حسین او علي په شیعه اسلام کې عام نارینه نومونه دي.
د دولت په چارواکو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د مې په ۱۴مه پارلمان ته وویل چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو اړیکې "بالکل سمې" دي.
خو د دوی ترمنځ کړکېچ له میاشتو راهیسې په زیاتیدو دی. تېره میاشت ابوظبي اسلام آباد ته د ۳،۵ میلیارډ ډالرو پور لغوه کړ.
کارپوهان وایي چې مهم بدلون هغه مهال رامنځته شو چې پاکستان او سعودي عربستان د تیرکال په سپټمبرمیاشت کې د ګډې دفاع ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. دا تړون د اماراتو او سعودي ترمنځ د زیاتېدونکي اختلاف په منځ کې وشو.
په دې اړه نور:
پاکستان خپلې جنګي جټ الوتکې او ځواکونه سعودي عربستان ته لیږلې ديد کارپوهانو په وینا د ایران پر ضد د متحده ایالاتو او اسراییل جګړې د پاکستان او اماراتو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړی دی.
د اتلانټیک کانسل څیړونکي کوګلمن وویل: "امارات له سعودي عربستان سره د پاکستان له زیاتېدونکي اتحاد څخه ډېر ناراضه دی، هغه هم په ځانګړي ډول داسې مهال چې د ابوظبي او ریاض ترمنځ کړکېچ هم زیات شوی." هغه زیاته کړه: " متحده عربي امارات هم د هغه څه له امله ناخوښه ده چې دوی یې د ایران له لوري پر اماراتو د بریدونو په وړاندې د پاکستان نسبتاً نرم غبرګون بولي."
پاکستانۍ خبریال او سیاسي شنونکی حمید میر وایي چې د پاکستان او اماراتو خرابېدونکې اړیکې د دواړو لپاره زیانمنې دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "له اماراتو څخه د پاکستاني کارګرانو ایستل به په لنډ مهال کې د پاکستان پر اقتصاد فشار راولي، خو په اوږد مهال کې به امارات هم اغېزمن کړي ځکه چې د ماهرو کارګرو کمښت به رامنځته شي."