ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو موسسو د پنځه سوه نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې پلان پیل کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې خبر ورکړ چې ملګري ملتونه به له دوه میلیونه او اووه لکه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي. د راپور له مخې هغه کډوال له دې مرستو ګټه اخیستلی شي چې سږکال د اپریل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستانه افغانستان ته تللي او ځي.
یوناما وایي چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ پر بنسټ چمتو شوی دی چې افغانستان ته د کډوالو له تګ څخه تر بیا مېشتېدنې پورې مرستې چمتو کوي.