د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، پر ایران یې د نویو بریدونو پلان په وروستۍ شیبه کې لغوه کړ، خو ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ دا هم وویل چې ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا پر ایران یوه بله سخته حمله وکړي.
ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ټاکل شوې وه چې سه شنبه پر ایران برید وکړي خو د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د مشر په غوښتنه یې دا برید وځنډاوه چې خبرې اترې نتیجه ورکړي.
ولسمشر ټرمپ دوشنبه دا هم ویلي و چې ښایي دی پلان شوی برید دوه یا درې ورځې وځنډوي او هیله به یې دا ي چې له ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام په تړاو یوې نتیجې ته ورسیږي.
د سې شنبې په ورځ چې کله له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایران باید په څو ورځو کې خبرو اترو ته چمتو شي؟ ده په ځواب کې وویل چې دوه یا درې ورځي، ښایي جمعه، شنبه، یکشنبه چې محدود وخت دی.