د بریټانوي ځواکونو پخواني افغان همکاران دریم هېواد ته د کډوالۍ دوسیو د انتقال پرېکړه نه مني

بریټانوي ځواکونه هلمند کې - عکس د دوو لسیزو مخکې دی

په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران وايي د بریتانیا د حکومت له هغې دې سره موافق نه دي، چې د انتقال دوسیې دې د درېیم هېواد له لارې پر مخ یووړل شي. دوی وایي له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، او درېیم هېواد ته سفر کول او هلته د ویزې اخیستل ورته ډېر ګران کار دی.

په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو یوه پخواني افغان همکار د نوم د خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل نږدې ۲۰ کاله یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی، خو اوس له بد اقتصادي او امنیتي وضعیت سره مخ دی او په درېیم هیواد کې د خپل کیس پرمخ وړل هم ورته ستونزمن دي.

موږ اوس په ډېر بد امنیتي وضعیت کې یو، د بریتانیا د حکومت دا پرېکړه چې د کیسونو د پرمخ وړلو لپاره باید درېیم هیواد ته لاړ شو دا د نه منلو وړ ده
د بریټانوي ځواکونو پخوانی افغان همکار

دی زیاتوي: «له یوه خوا اقتصادي او له بله خوا امنیتي ستونزې موږ ته د دې اجازه نه راکوي او بل دا چې هغو افغانانو ته د ویزې اخیستل هم سخت دي چې غواړي درېیم هېواد ته ولاړ شي.»

د بریتانوي ځواکونو یو بل پخواني افغان همکار هم ورته خبره وکړه او ازادي راډیو ته یې وویل چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی:

«سره له دې چې ټول اسناد او شواهد موجود دي او هغه مرستې چې موږ له نړیوالو ځواکونو او بریتانوي پوځ سره کړې و په کمه ورته کتل شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دې موضوع ته عاجله او جدي پاملرنه وشي، څو هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي له امنیتي خطرونو خوندي شي.»

یو بل افغان هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل:

«تر اوسه موږ دلته پاتې یو، بل ځای ته نه یو انتقال شوي، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې زموږ کیسونه لا هم نه دي حل شوي، زموږ ژوند له خطر سره مخ دی او هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي، وروسته تر دې هغه افغانان چې د بیا مېشتېدو د پروګرام لپاره وړ دي، په افغانستان کې دننه له هېڅ ډول مرستې څخه نه شي برخمن کېدای او باید د خپلو کیسونو د پرمخ وړلو لپاره درېیمو هیوادونو ته ولاړ شي.

لوک پولارډ د بریټانیا پارلمان ته په یو مکتوب کې چې د اپریل په ۲۸ مه استول شوی ویلي دغه کسان باید په ۱۲ میاشتو کې د ویزې د غوښتنلیک په هدف د انټرویو لپاره درېیم هیواد ته ولاړ شي.

نوموړي ویلي کله چې دغه کسان په درېیم امن هیواد ته رسیږي، تر ۲۰۲۸ پورې به دوی ته د ملاتړ یو شمېر خدمتونه برابریږي خو له ځانګړو مواردو پرته به په ۲۰۲۸ کال کې د انتقال پروسه پای ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې، دا پرېکړه چې د افغانستان څخه د لېږد لپاره دننه هېواد کې مرستې پای ته ورسوي، وروسته له هغې وشوه چې داسې شواهد ولیدل شول چې د وړ افغانانو شمېر چې په بریالیتوب سره په خپله درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي دي زیات شوی، او همدارنګه د خطرونو د دقیقې ارزونې او مالیه ورکوونکو ته د لګښت په وړاندې د ارزښت په خاطر.

د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جولای راهیسې، کله چې د نویو غوښتونکو لپاره پروګرام بند شو، پاتې دوسیې له شاوخوا ۲۵ زرو نه ۱۷ زرو ته راکمې شوې دي. او اټکل کېږي چې اوس لا شاوخوا ۹ زره کسان د انتقال وړ دي.

د ځینو راپورونو له مخې تر دې مخکې بریتانیا د افغانانو د ایستلو لپاره له یوه بنسټ ګټه اخیسته.

لوک پولارډ نږدې یو کال مخکې ویلي وو چې تر اوسه له ۳۴ زرو څخه ډېر افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي، او د انتقال دا پروګرامونه د تل لپاره نه شي پاتې کیدای.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د بریتانیا یو شمېر پخوانیو افغان متحدینو ویلي وو چې د دوی د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د امنیتي خطرونو په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۲ په فبروري کې د بریتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له خوا د نږدې ۱۹ زره افغان همکارانو معلومات په تېروتنه کې په فیسبوک کې خپاره شوي وو.

وروسته ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې ادعا کړې وه چې له دې افشا وروسته طالبانو تر ۲۰۰ ډېر پخواني افغان پوځیان وژلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، د پناه غوښتنې او د خپلو دوسیو د پرمخ وړولو په موخه د پاکستان او ایران په څېر هېوادونو ته تللي دي، او یو شمېر لا هم په افغانستان کې پاتې دي.