تېره میاشت افغانستان کې د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۱۵ کسان مړه شوي

د افغانستان د یوه روغتون انځور

د روغتیا نړیوال سازمان « ډبیلو ایچ او » خبر ورکړی چې د روان کال په اپرېل کې په افغانستان کې د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۱۵ کسان مړه شوي دي. په راپور کې راغلي چې د نس ناستې، سینه بغل، ډینګي، ملاریا او شري په ناروغیو کې زیاتوالی راغلی. په همدې حال کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د موسم له بدلیدو او د وروستیو سیلابونو له امله یې په سیمو کې ماشومان او لویان په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي دي.

د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، دا شپې، ورځې ډینګي تبه، ملاریا، نس ناستی او یو شمیر نورې ناروغۍ ډېرې او دوی او ماشومان یې پرې اخته شوي دي، هغه څه چې د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې ورته اشاره کړې ده.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکې اسماعیل وايي نږدې شل ورځې مخکې یو ناڅاپه سختې تبې ونیوه، چې مخکې یې کله نه وه تېره کړې.

دی وايي کله چې ډاکتر ته ولاړ او وینه یې معاینه کړه ورته یې وویل چې ډینګي تبې نیولی دی.

ډینګی تبې نیولی وم، ډېر سختې تبې مې وکړې، داسې دردونه وي چې ته فکر کوې چا ښه سم وهلې یې، چې دا څه بلا ده، بل خوا داسې ښه تداوي هم نشته.
په ډینګي د یوه اخته ناروغ خبرې

د لغمان یوه اوسېدونکي محمد جعفر بیا ازادي راډیو ته وویل چې په ملاریا ناروغۍ اخته شوی دی:

«درې ورځې کېږي چې د هډوکو درد مې و، او هره ورځ به مې تبه زیاتېده، کله چې مې د وینې معاینه وکړه، ډاکټر وویل ملاریا یې، اوس مې درمل پیل کړي، یو څه ښه یم، خو کمزوری شوی یم، په کور کې مې مور هم په ملاریا اخته ده، هغه هم درمل کاروي، یو ناڅاپه موسم راګرم شو نو ملاریا هم ورسره ډېره شوه.»

د پلازمینې کابل د ده سبز یوه اوسېدونکې عبدالمالک بیا وویل چې د دوی په سیمه کې د ماشومانو ترمنځ د نس ناستي پېښې زیاتې شوې دي:

«زما اوه کلن زوی دی، دا تقریبا یوه هفته وشوه چې پرلپسې نس ناستی لري، ډېر یې کمزوری کړی دی، خوراک هم سم نه شي کولای، دوه ځل مې ډاکتر ته یوړو، دوا یې ورکړه، دا اخري ځل خو یې ورته کنول هم ولګولو، او سهار او ماښام ورته پیچکارۍ کوو، خو لا هم کنترول شوی نه دی، له یوې خوا بې کاري شي له بله خوا درته کور کې ناروغ پیدا شي، سخته ده ولا.»

تازه د روغتیا نړیوال سازمان « ډبیلو ایچ او » هم خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روان کال په اپریل میاشت کې د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۱۵ کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې چې دوشنبه د ثور ۲۸ مه خپور شوی د شدید ناستې، سینه بغل، ډینګي تبې، ملاریا او شري په ناروغیو کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

ډبیلو ایچ او ویلي په تېره اپریل میاشت کې د سختې نس ناستې نږدې ۱۱ زره د ساه بندۍ او سینه بغل، ۱۳۱ زره، د ډینګي تبې ۲۸۳ د ملاریا نږدې ۲۹۰۰، د شري ۳۱۸۱، د کانګو تبې ۱۵۲ او د کویډ -۱۹، ۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې د مارچ په پرتله ښکاره زیاتوالي ښيي.

د راپور په ټکو دغه شان په اپریل کې د نس ناستې له امله ۴، د سینه بغل له امله ۱۹۸ د شري له امله ۷ او د کانګو تبې له امله ۶ د مړینې پېښې راپور شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د نس ناستي په پېښې په اپریل کې د مارچ په پرتله ۷۰، د سینه بغل ۲۵۰ او دملاریا ۲۸۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

روغتیا پوهان وايي د موسم بدلون، د خلکو بې‌ځایه کېدل او د حفظ الصحې خراب شرایط د دغه ناروغیو د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

د ننګرهار د طب پوهنځي استاد ډاکتر اسدالله حسین زي ازادي راډيو ته وویل، تر ډېره دغه ناروغۍ د مخنیوي وړ دي خو په خبره یې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لامل کیږي چې خلک وځپي:

«په ځانګړي ډول ختیځو او ګرمو ولایتونو کې د ملاریا او ډینګي تبې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، مهم لامل یې د بارانونو زیاتوالی او د موسم یو ناڅاپه بدلون دی چې دا د انتاني عواملو د تکثر لپاره ښه چاپیریال برابروي، بل خرابه حفظ الصحه، ولاړې اوبه، د وقایوي پروګرامونو کمزوري کېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی هغه لاملونه دي چې اوس مهال یې په افغانستان کې یو شمېر ناروغۍ زیاتې کړي دي.»

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید، د کورنو شاوخوا کې د اوبو ولاړ ډنډونه له منځه یوسي، د شپې له لوري ماش لومې یا پشه خانې استعمال کړي او دغه راز د اړتیا پر مهال نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې د بیلابیلو موسمي ناروغیو د زیاتېدو راپور ورکوي چې د تېرې حمل میاشتې له ۶مې راهیسي په افغانستان کې پرلپسې اورښتونو او سیلابونو خلکو ته پراخه زیانونه اړولي او سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي دي.

دغه راز د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د موسم یوناڅاپي بدلون هم لامل شوی چې د ملاریا په ګډون د نس ناستې او سینه بغل په پېښو کې زیاتوالی راشي.

د روغتیا نړیوال سازمان د موسمي ناروغیو له امله د مړینې د مخنیوي لپاره د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ډبیلو ایچ او د تېر کال په ډیسمبر کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.