د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل وایي، په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د اعدامونو شمیر له ۱۹۸۱ کال راهیسې ترټولو لوړ ثبت شوي حد ته رسیدلی دی.
د دې سازمان په کلني راپورکې چې د دوشنبې په ورځ یې خپورکړی، ویل شوي چې تیرکال ټولټال ۲۷۰۷ کسان په ۱۷ هېوادونو کې اعدام شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د ثبت شویو اعدامونو په پرتله څه باندې دوه پر درېیمه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د دغو اعدامونو زیاتوالی تر ډېره په ایران پورې تړلی، هغه هیواد چې تیرکال لږ تر لږه ۲۱۵۹ اعدامونه پکې ترسره شوي دي. دا په وروستیو څو لسیزو کې په دې هېواد کې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي.
دغه سازمان زیاتوي چې په نړۍ کې د ۲۰۲۵ کال د اعدامونو په شمېر کې په سعودي عربستان، کویټ، مصر، یمن، سنګاپور او متحده ایالاتونو کې ترسره شوي اعدامونه هم شامل دي.
د ازادې اروپاـ ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپورله مخې له ایران څخه د دقیقو معلوماتو په ترلاسه کولو د ستونزو له امله نورو ډلو بیا په دې هیواد کې د اعدامونو په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کړي دي.
په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان د کال په پیل کې ویلي وو چې په ایران کې تېر کال له ۱۶۰۰ څخه زیات کسان اعدام شوي دي.