په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ادعا کوي، چې سیمهییز پولیس ترې د نیولو او افغانستان ته د ډیپورټ کولو د ګواښ په بدل کې هره میاشت په ناقانونه ډول پیسې اخلي.
د پلازمینې اسلام اباد په بېلابېلو په ځانګړي ډول هغه سیمو کې چې د افغانان استوګنه په کې ديره ده میشت دا افغانان زیاتوي، که پولیسو ته پیسې ورنه کړي، له نیولو، زندان او ډیپورټ سره مخ کېږي.
پولیس تر دې حده سپین سترګې شوي دي، چې په پرله پسې ډول هره میاشت راځي او له موږ پیسې اخلي، دومره پیسې له موږ اخلي چې که د ویزې تمدید پیل شي دوه درې ځل پرې ویزه تمدیدیږي، پولیسو ته زما کور معلوم دی، هره میاشت راځي او باج اخليپه پاکستان کې افغان کډوال
د پلازمینې اسلام اباد په( بې ۱۷ ) سیمه کې میشت یو افغان پناه غوښتونکی دی ادعا کوي چې د ویزو نه لرلو له امله اړ دی هره میاشت سیمه ییزو پولیسو ته دغلته د پاتې کېدو په بدل کې په غیر قانوني ډول پیسې ورکړي.
دې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي یکشنبه د ثور ۲۷مه د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه:
"پولیس تر دې حده سپین سترګې شوي دي، چې په پرله پسې ډول هره میاشت راځي او له موږ پیسې اخلي، نه یوازې زه بلکې ډېر افغانان مجبور دي، دومره پیسې له موږ اخلي چې که د ویزې تمدید پیل شي دوه درې ځل پرې ویزه تمدیدیږي، پولیسو ته زما کور معلوم دی، هره میاشت راځي او باج اخلي."
د اسلام اباد په فیصل ټاون کې استوګن یو بل افغان هم چې په خبره یې د استرالیا کیس لري او له تېرو نږدې اتلس میاشتو راهیسي دغلته له خپلې درې کسیزې کورنۍ سره یو ځای اوسیږي ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته ادعا وکړه:
"پولیسو ته پیسې ورکوو، هره میاشت، دوی راځي او پیسې موږ نه اخلي، چې وریې نه کړو خو دستی مو ډیپورټ کوي، موږ هم مجبور یو چې روپۍ ورکړو، ځکه افغانستان ته که واستول شو، هلته مو ژوند په خطر کې دی او بله خبره داده چې دلته مو کیس دی هغې ته پراته یو، نو ډېر مجبوره یو، کنه دومره زلیله زندګي چې موږ یې اوس مهال دلته کوو، په ټول عمر مو نه ده تجربه کړې. پیسې خو هره میاشت کم اس کم، له پنځوس زره روپیو نیولې تر یو لک پورې رانه اخلي، کله زیاتې او کله کمې."
په دې اړه نور:
روانه اونۍ سلګونه افغان کډوال چې پاکستان کې بندیان وو، ازاد او افغانستان ته ستانه شوي ديپه اسلام اباد کې د کډوالو د شورا ځني مسولین هم له افغانانو د پولیسو له لوري په ناقانونه ډول هره میاشت د باج اخیستنې ادعاوې تایدوي.
دلته مو کیس دی هغې ته پراته یو، نو ډېر مجبوره یو، کنه دومره زلیله زندګي چې موږ یې اوس مهال دلته کوو، په ټول عمر مو نه ده تجربه کړې. پیسې خو هره میاشت کم اس کم، له پنځوس زره روپیو نیولې تر یو لک پورې رانه اخلي، کله زیاتې او کله کمېپه پاکستان کې افغان کډوال
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د رهبرۍ شورا یوه غړي د موضوع د حساسیت له امله د نوم او د غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته تور پورې کړ، چې هر افغان اړ دی چې د خپلې کورنۍ د هر غړي په سر له لس تر شل زره پاکستانۍ روپۍ پولیسو ته ورکړي.
ده ادعا وکړه، چې خپله هم هره میاشت پولیسو ته په اسلام اباد کې د پاتې کېدو په بدل کې روپۍ ورکوي.
که څه هم پاکستان په رسمي ډول د دغه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې له افغان کډوالو نه د پیسو اخیستل رد کړي وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تېرې سلواغې په وروستیو کې که څه هم د دې موضوع په اړه مشخص څه نه و ویلي خو په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدو ادعا کړې وه.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له پاکستان غوښتي وو چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي.
د یادونې ده چې پاکستان حکومت د تېر ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې دغلته د میشتو افغانانو لپاره د ویزې د تمدید پروسه وتړله چې له امله یې زرګونه هغه افغانان چې د امریکا په ګډون یې بیلابیلو غربي هیوادونو ته د تګ کیسونه لرل د اېستلو له ګواښ سره مخ شول.
په لسګونه زره افغانان چې د امریکا په ګډون، کاناډا، اسټرلیا، جرمني او دغه شان فرانسې ته د تګ په تمه د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي اوس مهال له ویزې پرته په پټه ژوند کوي، چې د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د پاکستان حکومت مخکې ویلي و چې یوازې امریکا ته د تګ په تمه ۱۹ زره ۹۷۳ افغان پناه غوښتونکي په دې هېواد کې مېشت دي. ډېرې دوی د خپلو کیسونو د مخته وړلو لپاره پلازمینه اسلام اباد کې اوسېږي.
دا کسان چې ډیری په افغانستان کې یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له بهرنیو ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی، پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو او د خپلو کېسونو د پروسس لپاره پاکستان ته تللي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې په څو پړاونو کې د افغان کډوالو د اېستلو پروسه پیل کړه چې یوازې په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې له یو میلیون ډېر افغانان له دې هیواده ایستل شوي دي.
که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه خو په وروستیو کې یې د کډوالو نیولو، زنداني کولو او شړلو بهیر تېز کړی دی.
د ثور په ۲ مه د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په هغه هېواد کې اوسېږي.