د ژوند لګښتونو یو داکټر اړ کړی چې ډېلوري وکړي

په پلازمینه کابل کې هم اوس یو شمیر ځوانان د پارسل رسولو یا (ډېلورۍ) کار کوي.

دوی وايي، په دې توګه هڅه کوي چې د کور او ژوند د لګښتونو یو څه بوج کم کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکی پروېز نوري وايي، له تېر یو کال راهیسې په موټر سایکل د پارسلونو رسونې (ډلیورۍ) په برخه کې کار کوي.

له پلورنځیو نیولې تر درملتونونو خلکو ته توکي او خواړه رسوو، دا ډېر ښه دی له همدې لارې کولای شو د خپلې کورنۍ نفقه هم ومومو، ځکه اوس افغانستان کې بې کاري ډېره ده، نو موږ له دې لارې د عاید یوه سرچینه جوړولای شو
پرویز

دی ازادي راډیو سره یې په خبرو کې یې زیاته کړه چې له پلورنځیو، رسټورانټونو، درملتونونو او شرکتونو بېلابېل توکي او پارسلونه اخلي او د پیردونکو تر کورونو او کارځایونو یې رسوي.

ده چې واده یې کړی او یوه اته میاشتنۍ لور هم لري، د پلار، مور، وروڼو او خویندو په ګډون د خپلې لس کسیزې کورنۍ مشر زوی دی.

پرویز وايي، په دې کار سره یې د کور او ژوند د لګښتونو یو څه بوج کم کړی دی:

" له پلورنځیو نیولې تر درملتونونو خلکو ته توکي او خواړه رسوو، دا ډېر ښه دی له همدې لارې کولای شو د خپلې کورنۍ نفقه هم ومومو، ځکه اوس افغانستان کې بې کاري ډېره ده، نو موږ له دې لارې د عاید یوه سرچینه جوړولای شو، نو له همدې لارې زه مې د کور تقریبا یو ۵۰ سلنه ستونزې حلولی شم، شکر پلار مې هم شته. "

پروېز که څه هم د غاښونو طب لوستی خو وايي، د سرمایې نه لرلو له امله لا نه دی توانېدلی چې خپل کلنیک جوړ او په کې کار وکړي.

دی وایي کله چې د ډلیورۍ له کار وزګار شي، بیا د غاښونو یو شخصي کلنیک کې د ډاکتر د مرستیال (اسیستانت) په توګه کار کوي.

په دې اړه نور:

له رواني فشار سره مخ ځینې افغان نجونې او ځوانان؛ بیکاري او بندیزونه یې لوی لاملونه ګڼل کېږي

د نوموي په خبره، موټرسایکل یې هم خپل نه دی او د پارسلونو رسونې هغه انلاین سوداګریز شرکت ورکړی چې دی ورسره کار کوي.

هغه ډول چې پیردونکي ادرس رالېږي چې ورشي د هغه سړک اخر یا بند وي یا یې هېڅ هغه لاره کې کور نه وي، نو بیا همدا د ټلیفون زنګ وهلو له لارې ادرس راکوي چې فلانۍ سیمه کې، نو په پوښتنو یې پیدا کوو
پرویز

پرویز زیاتوي، که څه هم کار یې په ځانګړې ډول د واورو او ورښتونو پر مهال اسانه نه وي، او د پیردونکو د ادرسونو په موندلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي خو په خبره یې ورځ کې لږ تر لږه له ۵ تر ۱۰ پارسلونه رسوي او پر هر یو یې ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ اخلي:

"چې واوره یا باران هم وي، موږ (توکي) وړو، جنس د پیردونکي تر کوره رسوو او تحویلوویې خو د ډلیورۍ کار تر ټولو لویه ستونزه د ادرس پیدا کول وي، ځکه دلته ګوګل مپ تنظیم نه دی، هغه ډول چې پیردونکي ادرس رالېږي چې ورشي د هغه سړک اخر یا بند وي یا یې هېڅ هغه لاره کې کور نه وي، نو بیا همدا د ټلیفون زنګ وهلو له لارې ادرس راکوي چې فلانۍ سیمه کې، نو په پوښتنو یې پیدا کوو، ستونزې شته خو څه وکړو نو دنده مو همدا ده."

د یادونې ده چې یوازې پروېز نه، بلکې لسګونه نوره ځوانانه هم په کابل کې په مختلفو ترانسپورتي وسیلو له بېلابیلو انلاین برانډونو، شرکتونو، رسټورانتونو، درملتونونو، او ان د خوراکي توکو له بېلابېلو مارکېټونو سره کار کوي او د پارسلونه د پیردونکو تر ادرسونو رسوي.

دا کار پخوا هم محدود شمیر ځوانانو په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو لویو ښارونو کې کولو، خو په وروستیو کلونو کې پلازمینه کې د انلاین کارونو په پراختیا سره د (ډلیورۍ) فعالیتونه هم زیات شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمیر ځوانانو ازادي راډیو سره خبرو کې د پراخې بې وزلۍ او بې کارۍ له امله شکایتونه کړي دي.

دغه شان بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم په وار وار په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې د زیاتوالي له امله اندېښنې ښودلې دي.

خو د پروېز په څېر ځوانانو د بې کارۍ سره د مبارزې لپاره، که په ډېرو کمو امکاناتو هم وي، مختلفې حل لارې لټولي او ځانونو ته یې په بېلابېلو برخو کې د کار فرصتونه برابر کړي دي.