د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستیال اجرایوي رییس کارل سکاو د فرانسې خبرې اژانس ته د ایران او پاکستان د ستونزو په اړه وویل:
« تاسو ته به یو مثال درکړم؛ تاسو پوهیږئ چې موږ په زرګونو ټنه بسکټ له اندونیزیا واردول چې لومړی پاکستان ته انتقال شول، خو لارې بندې وې، نو دوبۍ ته مو یووړل چې له هغه ځایه یې د ایران له لارې وارد کړو، هلته په ایران کې جګړې پيل شوې بیا مو دا بسکټ ترکیې ته یووړل چې د کسپین سمندرګي له لارې یې راوړو او اوس په رارسیدو دي خو میاشتې پرې تیرې شوې او ډیر زیات لګښت پرې راغی»
د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام مرستیال اجراییوي رییس کارل سکاو
ښاغلي سکاو زیاته کړه چې پیسې هم شته او نړیوال ټینګار کوي چې ماشومان باید وږي ویده نه شي، خو د لګښتونو له امله چې د پاکستان د نښتو او د ایران د جګړې له امله زیات شوي دي، موږ خپلو اهدافو ته سم نه شو رسیدلی:
« اوس موږ اټکل کوو، که چیرته د موادو د انتقالیدو په چارو کې ستونزې نه وای، چې د ځنډیدو سبب کیږي او لګښت یې ډیریږي، موږ به دلته په افغانستان کې تر یو میلیون ډیرو نورو ماشومانو ته خواړه چمتو کړي وای»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې تجارتي لارې د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې وروسته تر دې بندې شوې چې پاکستاني الوتکو د کابل په شمول په څو ولایتونو کې بمبارۍ وکړې او ادعا یې وکړه چې پاکستاني طالبان یې په نښه کړې دي. په افغانستان کې د طالبانو چارواکي دا تور ردوي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې شته، خو د دې لپاره چې د پاکستان لارې بندې دي طالبانو له ایران سره اړیکي پراخ کړې دي. په دې ترڅ کې وروستۍ هڅه دا ده چې د فراه والي ملا محمد حفیظ مجاهد او د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو یوشمیر نورو چارواکو د ایران د جنوبي خراسان ولایت له چارواکو سره د تجارتي تسهیلاتو په تړاو د جمعې په ورځ خبرې وکړې.
په فراه کې د طالبانو چارواکو د ایران له یوشمیر چارواکو سره د تجارت په برخه کې پر تسهیلاتو خبرې کړې ديپه فراه کې د طالبانو ویاند مولوي عبدالمالک
په فراه کې د طالبانو د والي ویاند مولوي عبدالمالک اسامه د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا غونډه د ابو نصر فراهي په بندر کې ترسره شوه.
د فبروري په اته ویشتمه چې امریکایي او اسراییلي ځواکونو پر ایران برید وکړ له افغانستان سره د ایران له لارې تجارت ټکنی شو او لاهم په سمندر کې د ایران د صادراتو او وارداتو مخه امریکایي ځواکونو نیولې ده، ایران د هرمز تنګي بنده کړې ده او د ایران له چابهار بندر څخه چې افغان سوداګرو هند او یوشمیر عربي هیوادو ته صادرات او واردات کول، استفاده نه شي کیدای.