امریکا له طالبانو غوښتي چې د یرغمل پالیسي ختمه کړي
Your browser doesn’t support HTML5
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز په طالبانو غږ کړی چې د یرغمل پالیسي ختمه کړي.
ښاغلي والتز په افغانستان کې د امریکايي پاول اووربي د ورکېدو د دولسم کال د بشپړېدو په مناسبت دا خبره کړې.
شپږ امریکایان تېرو یو نیم کلونو کې د طالبانو له زندانه خوشې شوي خو لا هم دوه امریکایان پاول اوربي او محمودشاه حبیبي افغانستان کې تري تم دي.
نور جزییات د صفي الله ستانکزي په دغه رپوټ کې