د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ تایید کړه چې د حماس ډلې د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد په غزه کې وژل شوی دی.
د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د غويي په ۲۵مه، په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړې چې دغه قوماندان د اسرائیل له خوا «پر یوه کور او یوه موټر» د برید پر مهال وژل شوی دی.
اسرائیل او امریکا حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
د اسرائیل پوځ عزالدین الحداد د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د برید له «طرحانو او عملي کوونکو» څخه بللی او وایي چې هغه له دې برید وروسته د اسرائیلي یرغملو په ساتنه کې هم لاس درلود.