یو شمېر افغان پناه غوښتونکي او د بشري حقونو فعالان د جمعې په ورځ د جرمني په برلین ښار کې د کډوالو او مهاجرت د فدرالي ادارې مخې ته راټول شول چې د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه وکړي.
لاریونوالو په خپلو شعارونو کې له جرمني او نورو اروپايي هیوادونو غوښتل چې د کډوالو په ستنولو کې د طالبانو له حکومت سره همکاری ونه کړي. دوی ټینګار وکړ چې افغانستان اوس هم ناامن دی او بشري حقونه باید د کډوالۍ د سیاستونو قرباني نه شي.
دا اعتراض وروسته له هغه ترسره شو چې د اروپايي اتحادیې چارواکو تایید کړه چې د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره یې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړې چې بروکسل ته ورشي.
همداراز د جرمني «زد ډي اېف» ټلوېزیون راپور ورکړ، د طالبانو استازو د بن ښار د مهاجرت په دفترونو کې د هغو افغانانو په پېژندلو کې برخه اخیستې چې پر ایستلو یې غور کېږي.