له ایرانه د ورځې ۶ میلیون لیټره تېل پاکستان ته قاچاق کېږي

په پاکستان کې سوداګرو او د ترانسپورت په کار کې بوختو کسانو د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو ته ویلي چې ایران هره ورځ لږ تر لږه «شپږ میلیون لیټره» تېل په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدوي، هغه اقدام چې د ایران پر ضد د امریکا بندیزونو سرغړونه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د سون توکو قاچاق د ایران لپاره چې له مالي ستونزو سره مخامخ دی، د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. د ایران، چې په خلیج کې د امریکا تر فشار لاندې دی، د تېلو ګټور صادرات زیانمن شوي او د امریکا او اسرائیل څو اوونیزو بمباریو د دغه هېواد زیربناوو او مهمو صنعتونو ته هم سخت زیان رسولی دی.

راپور وایي، ایران له شاوخوا ۲۰۱۳ کال راهیسې، هغه وخت چې امریکا پر تهران اقتصادي بندیزونه سخت کړل، پاکستان ته د پټرولو او ډیزلو قاچاق پیل کړی و. خو اوس داسې نښې لیدل کېږي چې د ۱۴۰۴ کال د کب له نهمې وروسته، د جګړې له پیل سره د قاچاق کچه نوره هم لوړه شوې ده.

د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې، ایران هرمز تنګی وتاړه، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لاره ګڼل کېږي. دې اقدام د سون توکو نړیوال نرخونه لوړ کړل او نړیوال اقتصاد یې له بې‌ثباتۍ سره مخامخ کړ.