لسګونه هیوادونه هرمز تنګي کې د وضعیت د عادي کیدو غوښتنه کوي

بار وړونکې بیړۍ ، هرمز تنګي ته نږدې ، ارشیف

د ۲۶ هیوادونو مشرانو ،پیکنګ کې د امریکا او چین د ولسمشرانو خبرو سره همهاله، د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د فارس خلیج هرمز تنګي کې دبیړیو دتګ تګ د بیرته عادي کیدو غوښتنه وکړه .

اعلامیه د بریتانیا، فرانسې، بحرین، کاناډا، جرمني، جاپان، قطر ، جنوبي کوریا او نورو هېوادونو له خوا خپره شوې ده.

د دغو هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې « هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د آزادۍ د ملاتړ لپاره د خپلو ګډو ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي ظرفیتونو د کارولو پر ژمنتیا» ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «سمندري تګ راتګ باید د ملګرو ملتونو د سمندري حقونو کنوانسیون (UNCLOS) او نړیوالو قوانینو له مخې آزاد وي.»

دغو هېوادونو د دې هدف د پوره کولو لپاره د «یو خپلواک او بشپړ دفاعي څو ملیتي پوځي ماموریت» د جوړېدو ملاتړ هم اعلان کړی، چې پکې د «ماین پاکولو عملیات» هم شامل دي.

هرمز تنګی د پنجشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ او شي جین‌پینګ ترمنځ د خبرو یوه مهمه موضوع وه. د امریکا ولسمشر ویلي، د چین ولسمشر «غواړي چې هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي» او له ایران سره دهوکړې لپاره چې دغه تنګی یې ترکنټرول لاندې دی، د مرستې وړاندیز هم کړی دی.