د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالو د ستنولو په اړه خبرو په اروپا کې میشت افغانان اندېښمن کړي

داسې مهال چې اروپايي کمیسیون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یو شمېر افغان کډوالو د بیرته ستنولو په لارو چارو د خبرو لپاره طالب چارواکو سره د لومړنۍ غونډې تیاری نیسي، د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کې میشت یو شمېر افغانان چې لا یې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي، دې وضیعت سخت اندېښمن کړي دي.

په دومره سختو لارو تر دې ځایه راغلو، اوس دا شپږمه میاشت ده، په دې کمپ کې بې سرنوشته پراته یو، دوه انټرویو ګانې هم راسره شوي دي، خو تر اوسه د اسنادو د راکولو هیڅ معلومات نشته، دا ډېر سخت وضیعت دی، اوس لا دا اوازې هم دي چې بې اسناده افغانان ډیپورټ کیږي
افغان کډوال

د پولنډ د کډوالو په یو کمپ کې میشت دا افغان چې په خبره یې له تېرو اته میاشتو راهیسي یې په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کړې او لا یې اسناد نه دي ترلاسه کړي له اروپايي هیوادونو وايي، د بې اسناده افغانانو د ډیپورټ خبرونو سخت اندېښمن کړی دی.

دی وايي په افغانستان کې یې په تېر جمهوري نظام کې د ملي اردو په ځانګړو ځواکونو کې دنده لرله او اروپا ته د خپل سر د خوندیتوب په هدف راوتلی دی.

ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط چهارشنبه د ثور ۲۳ مه ازادي راډيو ته وویل،

" په دومره سختو لارو تر دې ځایه راغلو، اوس دا شپږمه میاشت ده، په دې کمپ کې بې سرنوشته پراته یو، دوه انټرویو ګانې هم راسره شوي دي، خو تر اوسه د اسنادو د راکولو هیڅ معلومات نشته، دا ډېر سخت وضیعت دی، اوس لا دا اوازې هم دي چې بې اسناده افغانان ډیپورټ کیږي، که موږ افغانستان ته واستول شو، طبعا هلته زموږ ژوند له خطر سره مخ کیږي."

د جرمني د کډوالو په یو کمپ کې بل میشت افغان چې په خبره یې تازه یې د کډوالۍ دوسیه رد شوې ازادي راډيو ته وویل، دوه کاله کیږي چې اروپا ته راغلی خو لا یې هم اسناد نه دي ترلاسه کړي.

ده هم د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل،

"دا اته ورځې کیږي چې ماته یې د رد ځواب راکړو خو له کمپه یې لا نه یم ایستلی، اوس دوی اسناد ډېر په سختۍ ورکوي، دا زموږ لپاره ډېره ځورونکې ده، زه له تېرو دوه کلونو راهیسي په څلورو بیلابیلو اروپايي هیوادونو وګرځېدم خو تراوسه یوه هم زما کیس نه دی تایید کړی، دې بې سرنوشته وضعیت ډېر اندېښمن کړی یم."

په دې اړه نور:

اروپایي ټولنه به (ډېرژر) طالب استازو ته د بروکسل د سفر بلنه ولیږي، خبرې د کډوالو د ایستلو پر سر دي

دا اندېښنې داسې مهال دي چې اروپايي کمیسیون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یو شمېر کډوالو د بېرته ستنولو په هدف طالب پلاوي سره د خبرو د یوې ناستې تیارې کړی دی.

که څه هم د دې ناستې دقیقه نېټه نه ده ښودل شوې خو د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامېرټ سه شنبه د ثور ۲۲ مه ویلي، د اروپايي ټولنې د داخلي چارو ادارې او د سویډن د عدلیې وزارت په ګډه دې ناسته کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنلیک استولی دی.

دا اته ورځې کیږي چې ماته یې د رد ځواب راکړو خو له کمپه یې لا نه یم ایستلی، اوس دوی اسناد ډېر په سختۍ ورکوي، دا زموږ لپاره ډېره ځورونکې ده، زه له تېرو دوه کلونو راهیسي په څلورو بیلابیلو اروپايي هیوادونو وګرځېدم خو تراوسه یوه هم زما کیس نه دی تایید کړی، دې بې سرنوشته وضعیت ډېر اندېښمن کړی یم
افغان کډوال

نوموړي یوه خبري غونډه کې ویلي دا ناسته یوازې تخنیکي غونډه ده او د طالبانو جګپوري مشران په کې ګډون نه لري.

د اروپايي کمیسیون دغه ویاند دا هم ویلي چې د دې خبرو تمرکز به پر هغو کسانو وي چې “امنیتي ګواښ” بلل کېږي، او دا ډول غونډه به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې مانا ونه لري.

لامېرټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې چارواکو تر دې وړاندې هم د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې له طالبانو سره خبرې کړې وې.

د سویډن حکومت تر اوسه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

په همدې حال کې د کډوالو د حقونو یو شمېر افغان فعالان وايي په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو استول د کډوالۍ له هر ډول اصولو سرغړونه ده.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل:

" دا ناسته د ارزښتونو د ساتنې په ځای په امنیت د تمرکز په برخه کې د اروپايي ټولنې د سیاست لوی بدلون ښيي، د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې که دا ناسته د دې لامل شي چې یو شمېر افغانان افغانستان ته استول کیږي داسې هیواد چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی دا له ټولو نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو وړ پرېکړه ده."

په اروپا کې د کډوالو ضد تګلارو له سختېدو وروسته لږ تر لږه شل هېوادونه په دې غور کوي چې څنګه افغان کډوال " په ځانګړې ډول هغوی چې جرمي دوسیې لري" افغانستان ته اخراج کړي.

په تیره اکتوبر میاشت کې یوشمېر اروپایي هېوادونو په یوه لیک کې ټینګار وکړ چې د دغې ستونزې لپاره باید ډیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي.

اروپایي چارواکو ویلي چې په همدې هدف په تیره جنوري میاشت کې په کابل کې د اروپایي ډیپلوماتانو او طالب چارواکو ترمنځ تخنیکي بحثونه هم شوي چې اوس همغه خبرې بروکسل کې تعقیبېږي.

افغانستان ته له اروپا څخه د کډوالو د لېږد په اړه دا ناسته داسې مهال پلانیږي چې هغه هیواد لا له وړاندې له سخت بشري ناورین او نورو ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور له مخې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځه میلیونه ډېر افغانان، چې ډېری یې په جبري ډول دي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي ډیری یې په خپل هیواد کې له بې‌وزلۍ، بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.

د یادونې ده چې افغانان لا هم په اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي، خو ډېری اروپایي هېوادونو په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخته پالیسي غوره کړې ده.