په افغانستان کې دننه یو شمېر افغان طنز، ډرامه، د فلمي سناریوګانو او تیاتر لیکوالان او ممثلین چې لسیزې یې په دې برخه کې فعالیت کړی او بېلابېلې مشهورې ډرامې او لاسته راوړنې لري، وایي پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې فعالیت په ځانګړي ډول د انتقادي او سیاسي طنزونو او ډرامو لیکلو او لوبېدو برخه کې بند او یا سانسور شوی دی.
اوس نه څه لیکلی شو او نه څه ویلی شو، دا دوه درې کاله کېږي چې له همدې امله مې نه قلم راخیستی او نه مې طنز لیکلی دی، زړونه مو مات ديطنز لیکوال
له دې ډلې یو مشهور افغان طنز او د فلمي سناریو لیکونکي او د تیاتر تنظیموونکي چې په خبره یې په دې برخه کې د ۴۴ کلونو تجربه لري، د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"اوس نه څه لیکلی شو او نه څه ویلی شو، دا دوه درې کاله کېږي چې له همدې امله مې نه قلم راخیستی او نه مې طنز لیکلی دی، زړونه مو مات دي، د طنز، تیاتر، سینما او هنري کارونو په اړه داسې خاص پلان نشته او دولت هم لا اجازه نه ده راکړې، که یې اجازه راکړه موږ غواړو خپل وطن او هېوادوالو لپاره د قانون په چوکاټ کې بېرته خپل فعالیتونه وکړو."
دی وایي په دې تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د سینماګرانو او طنز لیکوالانو ټولنې چې د بېلابېلو برخو فعالین او هنرمندان په کې شامل دي، درې ځلې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور او عدلیې وزارت ته د جواز د نوي کولو او فعالیتونو د پیل لپاره مراجعه کړې، خو په خبره یې تر اوسه یې د طالبانو له حکومته کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
په دې اړه نور:
افغان هنرمندان؛ پر هنرونو بندیزونو او ورته نه پاملرنې دغه برخه خواره کړېیو بل طنز لیکونکي هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم اوس د خپلو خواله رسنیو له لارې په محدوده توګه یوازې طنزونه خپروي او په کې لوبېږي، خو په خبره یې هغه هم «حکومت پورې» اړوند انتقادي او سیاسي نه دي.
خو دی وایي اوس د تېر په شان له طنز لیکوالانو او ممثلینو مالي ملاتړ نه کېږي:
"زه خپله طنزونه هم لیکم او هم بیا په وېډیویي بڼه کې یې د ممثل په توګه کار کوم، خو اوس د تېر په شان د ممثلینو لپاره مفادات یا مادي اړتیاوې یې نه ورکول کېږي، ځکه هر کس خپل چینل لري، پخوا خو راډیوګانې او ټلوېزیونونه وو، نو هغه کې به یې ممثلینو ته اړتیا هم درلوده او مالي امکانات یې هم ورکول."
خو اوس د تېر په شان د ممثلینو لپاره مفادات یا مادي اړتیاوې یې نه ورکول کېږي، ځکه هر کس خپل چینل لري، پخوا خو راډیوګانې او ټلوېزیونونه وو، نو هغه کې به یې ممثلینو ته اړتیا هم درلوده او مالي امکانات یې هم ورکولطنز لیکوال
یو افغان ممثل او طنز لیکونکی چې په خبره یې شاوخوا ۲۰ کاله د ممثلۍ او په بېلابېلو رسنیو، سینمایي سټېجونو او مشهورو ډرامو کې د لوبېدو تجربه لري، وایي اوس د پراخ سانسور له امله فعالیت نه شي کولای او د خپلې ۸ کسیزې کورنۍ د نفقې موندلو لپاره د خلکو په کرنیزو ځمکو کې د غنمو لونه کوي.
ده وړاندې ازادي رادیو ته د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط زیاته کړه: "لیکلی خو یې شو، خو هغه انتقادونه نه شو کولای کوم چې مو پخوا کول او نه مو څوک پرېږدي، کمیډي طرز چې موږ برابر هم کړو، چېرې به یې نشر کړو، مخکې چې د بیان ازادي وه، نو انتقادي پروګرامونه به مو چې ټولنه کې کوم څه راته بد ښکاره شول په هغه اړه به تمثیل جوړ او او کرکټر ادا کولو سره به مو خلکو ته وړاندې کړل، خلکو به خوښول چې رښتیا هم دا (ننګونې) ټولنې کې شته، خو له بده مرغه موږ اوس هغه فعالیتونه نه شو کولای، بل که کومه لیکنه خپروو یا په کوم ستېج یا ټلوېزیون کوم طنز یا کمیډي پروګرام وي، باید زښته زیات احتیاط په کې وکړو چې حتی په غلطۍ هم د چا په اړه په کې کومه خبره ونه کړو."
دوی وایي تېرو لسیزو کې یې طنز په افغانستان کې تل د ټولنې د اصلاح، د فساد د افشا او د سیاسي او ټولنیزو ستونزو، بې عدالتیو، رشوت، د لږکیو او ښځو پر وړاندې د توپیري او تبعیضي چلند او بېلابېلو نورو ناخوالو د له منځه وړلو د نقد یوه مهمه وسیله ګرځولې وه او له دې لارې یې د خلکو دردونه، حکومتي نیمګړتیاوې، ټولنیز تعصبونه او سیاسي ناخوالې په هنري او انتقادي ژبه بیان کړې دي.
خو اوس د دوی په ادعا، د بیان ازادي په ځانګړي ډول د طنز په برخه کې تل له محدودیتونو، فشارونو او سانسور سره مخ ده.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نظر ولرو، خو نوموړي په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو وړاندې یې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په بېلابېلو مرکو کې ویلي چې دوی ملي ګټو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بېلابېلو افغانو او بهرنیو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د شدید سانسور خبره هم کړې او ویلي دي چې له دې امله لسګونه خبریالان، لیکوالان او منتقدین نیول او شکنجه شوي دي.
لیکوالان او ممثلین طنز یوازې د خلکو د خندولو هنر نه، بلکې د ټولنې هېنداره بولي او ټینګار کوي چې که پر طنز سانسور، محدودیت او یا بندیزونه دوام وکړي، د ټولنې د اصلاح غږ هم کمزوری کېږي.
دوی وایي که دا حالت همداسې دوام ولري نو افغانستان به د خپل مهم فرهنګي میراث یوه لویه برخه له لاسه ورکړي.