ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري بحران د ښځو او ماشومانو د لوږې او خوارځواکۍ کچه لوړه کړې

TO

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی، او په دې هیواد کې د ماشومانو او ښځو ترمنځ لوږه او خوارځواکي ورځ تر بلې زیاتیږي.

د دغه سازمان د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) ویلي دا هیواد له پرلپسې ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې په کې اقتصادي سقوط، بې کاري، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي ناورینونه او د سیمي زیاتېدونکي کړکیچونه شامل دی.

خپلې شیدې مې نه لرلې، بیا مو ورته د بازار وچې شیدې شروع کړې، ناروغي ورته پیدا شوه، څو څو ځلي مو ډاکتر ته وروست، هغوی ویل چې باید ښه خوراک ورکړو، خو موږ هیڅ نه لرو، ماشوم ته به یې په څه شي واخلو، اوس راغلي یو دلته ماشوم یې بستر کړی دی
پلوشه

د پلازمینې کابل په اندراګاندي روغتون کې په بدن د یو کمزوري ماشوم سرته ناسته پلوشه وايي، پنځه کلن زوی یې د بې وزلۍ له امله په خوار ځواکۍ اخته شوی دی.

دې سه شنبه د ثور ۲۲مه ازادي راډيو ته وویل، ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې چې ماشومانو ته باید ښه خوراک ورکړي خو په خبره یې دوی یې وس نه لري.

" خپلې شیدې مې نه لرلې، بیا مو ورته د بازار وچې شیدې شروع کړې، ناروغي ورته پیدا شوه، څو څو ځلي مو ډاکتر ته وروست، هغوی ویل چې باید ښه خوراک ورکړو، خو موږ هیڅ نه لرو، ماشوم ته به یې په څه شي واخلو، اوس راغلي یو دلته ماشوم یې بستر کړی دی."

د بامیان یوه اوسېدونکې مهتاب هم خپل په خوارځواکۍ د اخته ماشوم کیسه کوي وايي، دا هم د بې وزلۍ له امله.

" هیڅ مو نه لرل، چې ماشوم ته یې ورکړو، اوس په دې حال دی، خاوند مې هم کار نه لري، چې ماشومانو ته پرې ښه خوراک واخلو."

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې بې وزلۍ او بې کارۍ پراخه شوې چې بېلابیلو نړیوالو بنسټونو یې هم په اړه په وار وار راپورونه خپاره کړي دي.

په دې اړه نور:

یونیسیف سږکال افغانستان کې شدیدې خوارځواکۍ سره مخ سلګونه زره ماشومانو ته درملنه رسوي

تازه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی او په دې هیواد کې د ماشومانو او ښځو ترمنځ لوږه او خوارځواکي ورځ تر بلې زیاتیږي.

هیڅ مو نه لرل، چې ماشوم ته یې ورکړو، اوس په دې حال دی، خاوند مې هم کار نه لري، چې ماشومانو ته پرې ښه خوراک واخلو
مهتاب

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي په خپل وروستي راپور کې چې دوشنبه د ثور ۲۱مه یې خپور کړی ویلي، دا هیواد له پرلپسې ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې په کې اقتصادي کسر، بې کاري، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي ناورینونه او د سیمي زیاتېدونکي کړکیچونه شامل دی.

د راپور په ټکو، دې وضعیت چې د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړي او په ټول هېواد کې یې د خوړو ناامني نوره هم زیاته کړې ده.

(ډبیلو ایف پي) ویلي چې دغو ګډو فشارونو د هغو ځانګړو خوراکي موادو زېرمې سختې کمې کړي چې د خوارځواکو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره کارېږي.

دې ادارې ویلي که څه هم افغانستان لا له وړاندې د لوږې او خوارځواکۍ له بې سارې لوړې کچې سره مخ و، خو اوس مهال اوس مهال له ۱۳ اعشاریه ۸ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو د شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ کړېږي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د ( ډبلیو، ایف، پي)د مشر جان ایلیف وویل له قوله راغلي: «د تغذیې مرستندویه پروګرامونه ضروري دي، اختیاري نه دي.»

ډبیلو ایف ټینګار کړی چې د تغذیې مرستې او بیړنۍ خوارکي مرستې لا هم د افغانستان د میلیونونو زیانمنو خلکو لپاره د ژغورنې مهمه وسیله ده.

خو ښاغلي ایلیف خبرداری ورکړې چې، د ژغورنې لار لا دمخه تړل شوې او دې کار د سلګونو زرو میندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو مخکې، د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و چې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال د میزان په میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د سلګونو تغذیوي مرکزونو تړل کېدل او د بشري مرستو بودجې سخت کمی، زرګونه ماشومان د مرګ او خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.