اسلام اباد د طالبانو شارژدافیر احضار کړ; طالبان:هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي

بنو کې د وروستي موټر بم د ویجاړیو انځور ، ارشیف

په داسې حال کې چې اسلام اباد په بنو کې د وروستي برید په تړاو اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړ،طالبان وايي پاکستان دې خپله خاوره کې د تحرکاتو مخه ونیسي او نور دې نه ملامتوي. بلخوا د تحریک طالبان پاکستان سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی مشرتابه او قوماندانانو ته امر شوی چې له کابله ووځي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت دسفارت چارسمبالی سردار محمد شکیب احضار کړی او په بنو کې یې د وروستي برید په اړه سخت احتجاج لیک ورسپارلی دی.

اعلامیه ادعا کوي چې بنوکې د مې د نهمې برید چې په نتیجه کې یې ۱۵ پولیس وژل شوي افغانستان کې د "میشتو تروریستانو" لخوا طراحي شوی و.

خو افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې ددغه هیواد خاورې څخه د کوم بل هیواد خلاف کار نه اخیستل کیږي او ددوی حکومت په دې هکله جدي دی.

هغه طلوع نیوز خصوصي شبکې ته وویل چې ددوی پالیسي داده چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په شمول د پاکستان کار واخیستل شي . هغه زیاته کړه چې پاکستان خپله خاوره کې دننه باید دتحرکاتو مخه ونیسی او افغانستان تورن نه کړي.

پاکستان تور لګوي چې افغان طالبانو افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک ته پناه ورکړې او دوی له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

مخکې ،د تحریک طالبان پاکستان (TTP) دوه غړو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو ته ویلي وو چې ددوی مشرتابه ته امر شوی چې له کابل څخه افغانستان کې دننه نورو سیمو ته ولاړ شي . دغو منابعو ویلي وو چې دا اقدام له اسلام‌اباد سره د کړکېچ د کمولو لپاره ترسره کېږي.

د افغان طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې دا ادعا چې ګواکې کابل د TTP مشران له یوې سیمې بلې ته لېږدوي، بې‌بنسټه او د پاکستان د “ذهني لوبو” برخه ده.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د ازادې اروپا راډیو ته وویل:

“هغوی [پاکستان] غواړي په یوه ډز دوه مرغان وولي. هغوی هڅه کوي وښيي چې ګواکې موږ منو چې TTP په افغانستان کې شته. او له بلې خوا، هغوی غواړي وښيي چې موږ هغوی له هېواده باسو.”

اسلام‌اباد وايي په افغانستان کې یې پرپاکستاني طالبانو مرګوني هوايي بریدونه هم کړي دي. د پاکستان ددغو بریدونو په وړاندې افغان طالبانو هم بریدونه کړي چې دواړه ګاونډي هېوادونه یې د پراخې جګړې تر پولې ورسول.

د مارچ په میاشت کې د پاکستان یوه هوايي برید په کابل کې پر یوه روغتون وشو چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۰۰ ډېر کسان یې ووژل. افغان طالبانو ویلي چې په دغه برید کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او دا د پاکستاني ځواکونو تر ټولو خونړی برید و. خو اسلام‌اباد ادعا کړې چې برید کې یې پوځي تاسیسات او د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي و.

افغان طالبانو پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو تورونه پخوا هم رد کړي.

د تحریک طالبان پاکستان دغو دوه غړو ازادۍ راډیو ته وویل چې د ډلې مشرتابه، په ګډون د منځنۍ او لوړې کچې قوماندانانو، ته امر شوی چې په کابل کې له خپلو استوګنځایونو څخه د پلازمېنې جنوب ته یوې سیمې ته کډه وکړي.

دوی زیاته کړه چې د TTP ځینې قوماندانان لا دمخه له کابل څخه وتلي دي، او نور د وتلو تیاری نیسي.

دغو منابعو وویل چې پاکستاني طالبانو سره به د ترکستان د اسلامی حزب غړي چې د چین د اویغورانو یوه تندرلارې ډله ده او دغه راز دالقاعده تروریستي شبکې پاته شونې هم له کابله کډه شي.

ویل کېږي چې دغه دواړه وسله والې ډلې له افغان طالبانو سره اړیکې لري.

کابل څخه د دغو ډلو د ایستلو خبره وروسته لدې کیږي چې د پاکستان، چین، او افغان طالبانو چارواکو د اپرېل له ۱ تر ۷ پورې د چین په ارومچي ښار کې خبرې وکړې.

له دغو خبرو اګاه یو پاکستانی چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې اسلام‌اباد او بېجینګ د افغان طالبانو له لوري بهرنیو وسله والو ډلو ته د “مېلمه پالنې” موضوع مطرح کړې وه.

کابل، اسلام‌اباد، او بېجینګ تر اوسه د تېرې میاشتې د دغو خبرو په اړه په عامه توګه څه نه دي ویلي. له دغو خبرو وروسته، پاکستان په افغانستان کې دننه خپل هوايي بریدونه درولي دي، خو کله ناکله د پولې دواړو غاړو ته بریدونه لا هم دوام لري.

په دې اړه نور:

د قومي مشرانو له تړون وروسته کونړ او باجوړ کې وضعیت ارام شوی

ویل کیږي چې پاکستاني طالبانو واک د افغان طالبانو له ستنیدو مخکې هم د جمهوریت په دوران کې دافغانستان په ځینوسرحدي سیمو کې حضور او کابل سره اړیکې درلودې.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.