د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په وحدت ښارګوټې کې یوه افغانه کډواله له تېرو څو ورځو له کوره نه ده وتلې.
دا چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل په وروستیو کې هلته د میشتو افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورټ لړۍ تېزه شوې ده.
هغې دوشنبه د ثور په ۲۱ مه وویل:
د یو کس د جرم په مقابل کې دلته میشتو ټولو افغانانو ته سزا ورکول د هر ډول قانون خلاف کار دی، په تېرو څو ورځو کې ګڼ افغانان نیول شوي دي، ډېر شمېر یې افغانستان ته جبري ډیپورټ شوي دي او دا لړۍ لا روانه دهتاجکستان کې یوه افغان کډواله
هغې زیاته کړه:
«که موږ هلته ډیپورټ شو، زموږ ژوند له جدي خطر سره مخ کیږي، موږ دلته د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره راغلی یو، د سیل او د چکر لپاره نه یو راغلی، تاجکستان باید د انساني همدردۍ له مخې موږ ته پناه راکړي او د نیولو او اخراج دا لړۍ دې ودروي.»
د دوشنبې په ښار کې د بشري حقونو یوې بلې میشتې افغانې فعالې چې په خبره یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته دغه هیواد ته تللې او کاناډا ته د تګ په تمه ده وايی تاجکي پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځي.
دې هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
«موږ دلته په دوشنبه کې اوسیږو، له تېرو پنځه کلونو راهیسي دلته د خپل کیس لپاره پراته یو، خو په وروستیو څو ورځو کې د افغانانو په وړاندې وضعیت ډېر بد شوی دی، تاجک پولیس اوس کور په کور په افغانانو پسې ګرځي، اسناد ترې اخلي او افغانستان ته یې ډیپورټ کوي، دا ډېر بد وضعیت دی، موږ آن له کورونو نه شو وتلی، په کورونو کې له بندیان پراته یو.»
دوی د تاجکستان له حکومته غواړي چې له دوی سره د زیانمنونکو کډوالو د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي او هغه هیواد چې د دوی په خبره ژوند یې په کې په خطر کې دی بېرته وانه ستول شي.
دوی ادعا کوي چې پولیس د د دوی د هویت اسناد له کومې روښانه څېړنې او وضاحت پرته ضبطوي، او ان په ډېری مواردو کې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم له ستونزو سره مخ کیږي.
د تاجکستان حکومت تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت مسولینو او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
په تاجکستان کې د میشتو افغان کډوالود نیولو او جبري ډیپورټ لړۍ وروسته له هغې شروع شوه چې د دې هیواد په خجند ښار کې یو افغان وګړی د یوې تاجکۍ میرمنې د وژنې په تور ونیول شو.
تاجکستاني رسنیو ویلي دغه ښځه د تېرې اپرېل په ۳۰مه وژل شوې وه.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي یوه دوه ویشت کلن افغان کډوال یوه تاجکۍ اووه ویشت کلنه ښځه د جبار رسولوف په سیمه کې د پخلنځي په چاقو وژلې ده.
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له دې پېښې وروسته تاجکي پولیسو د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ افغان کډوال له سغد ولایته ایستلي دي او افغانستان ته شړل شوي دي.
رسنیو ویلي دغه راز د روانې ثور په ۱۷مه تر ۱۵۰ نور افغانان هم د دوشنبې له ښاره ډیپورټ شوي او د افغانستان کندز ته استول شوي دي.
اوس مهال شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په تاجکستان کې ژوند کوي چې ډېر شمېر یې د کاناډا په ګډون درېیمو هیوادونو ته د لېږد په تمه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان تېر کال هم د دې هیواد له مرکزي سیمو یوشمیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل. هغه وخت چارواکو ویلي و چې د کډوالو شمیر زیات شوی دی او یوشمیر افغانان په غیرقانوني ډول تاجکستان ته داخل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ« یو این ایچ سي آر» په وار وار له تاجک چارواکو څخه غوښتي چې افغان کډوال ونه باسي ځکه چې دوی احتمال لري چې په خپل هیواد کې له ځورونې سره مخامخ شي.