په کابل کې د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش له نیول کیدو وروسته د منصور نیازي کورنۍ ازادي راډيو ته تایید کړه چې هغه د تیرې پنجشنبې راهیسې د کابل د کارتې چهار له سیمې نادرکه شوی دی.
عمران دانش بیا وړمه شپه نیول شوی دی.
د موبي ګروپ د ډیر شمیر کارکوونکو موبایلونه د طالبانو د استخباراتو په لاس کې دي او پلټل کیږيپه موبي ګروپ کې سرچینه
طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې د طالب چارواکو له خوا د منصور نیازي او عمران دانش نیول تایید کړل.
دې رسنۍ د دغو دوو خبریالانو د نیول کیدو د لامل او وخت په اړه جزیات ورکړې نه دي.
بل پلو، د طالبانو په حکومت کې یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته د طالب چارواکو له خوا د دغو دوو خبریالانو د نیول کیدو په اړه بې خبري څرګنده کړه.
په موبي ګروپ کې یوې بلې سرچینې د یکشنبې په ورځ د (ثور شلمه) ازادي راډیو ته تایید کړه چې طالب چارواکو د طلوع نیوز د خبریالانو سربیره د دې رسنۍ د خرڅلاو برخې یو شمیر کارکوونکي احظار کړي دي.
سرچینې وړاندې وویل،"د موبي ګروپ د ډیر شمیر کارکوونکو موبایلونه د طالبانو د استخباراتو په لاس کې دي او پلټل کیږي".
تراوسه طلوع نیوز او طالب چارواکو ددغو نیونو او د موبي ګروپ د کارکوونکي د احضار په اړه څه ویلي نه دي.
په دې اړه نور:
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له زیاتیدونکي محدودیت او سانسور سره مخ ديد افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو وايي، طالبانو په تیرو پنځو ورځو کې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو سرییره د پیګرد خبري اژانس مسول جاوید نیازی نیولی او نامعلوم ځای ته يې بیولی دی.
موږ دغه کړنه غندو او په دې باوري یو چې واکمنې ادارې یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د بیان او رسنیو ازادیو او اصولو ته ژمن نه دي او د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف خبریالان د مشخصې تخطۍ پرته نېسيحامد عبیدي
دې سازمان د طالب چارواکو له خوا د خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې وویل،" د نیول شویو خبریالانو د نیونې د لاملونو او د ساتنې د ځای په اړه دقیق معلومات نه لري".
د دغه سازمان مشر حامد عبیدي وايي،"موږ دغه کړنه غندو او په دې باوري یو چې واکمنې ادارې یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د بیان او رسنیو ازادیو او اصولو ته ژمن نه دي او د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف خبریالان د مشخصې تخطۍ پرته نېسي".
اوسمهال د طلوع نیوز د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش سربیره شپږ نور خبریالان جاوید نیازی، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم سرپلي، بشیر هاتف او عزیز وطنوال د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو د طالبانو له حکومت غوښتي چې د منصور نیازي او عمران دانش په ګډون ټول بندي خبریالان ژر تر ژر راخوشي کړي.
د طالبانو حکومت د دغو خبریالانو نیول رد یا تایید کړي نه دي.
د مې په دریمه د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له حکومته غوښتي وو چې افغان خبریالان بې له شرطه راخوشي کړي.
هغه په یو بیان کې له طالبانو غوښتي وو چې افغان خبریالانو ته ډاډ ورکړي چې په ټولنه کې د غچ اخیستي، ځورونې، ویرې او نیول کیدو پرته کار کولی شي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د مې په دریمه په یو راپور کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د زیاتېدو او د خبریالانو د پراخو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د دې سازمان د راپور له مخې، "په تېر یوه کال کې د خبریالانو د ګواښ ۱۲۷ او د هغوی د نیولو ۲۰ پېښې ثبت شوې چې یو شمېر یې د طالبانو د حکومت د رسنیزو پالیسیو د نه پلي کولو یا ترې د سرغړونې په تور نیول شوي وو".
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته ادعا کړې چې د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او زیاته کړې ده چې خبریالان د هغوي د شخصي قضیو له کبله نیول کیږي.
خو د رسنیو ملاتړ بنسټونه وايي چې خبریالان د هغو راپورونو له امله نیول کیږي د ټولنې واقعیتونه او د طالبانو بندیزونه برملا کوي.
د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولی شوي دي.