د افغانستان د بهرنیو چارو وپخوانی وزیر محمدحنیف اتمر وايي، د طالبانو په وړاندې د پوځي هلوځلو ملاتړ نه کوي او باور لري چې جګړې د افغانستان ستونزې نه یوازې حل کولی نه شي بلکې د مصیبتونو سبب کېږي.
ښاغلي اتمر له عصمت څاروان سره په دې مرکه کې د طالبانو د اپوزیسیون د ستونزو، اختلافاتو، ايتلافونو، له طالبانو سره د خبرواترو، د پاکستان او افغانستان د شخړو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی