درې افغان ښځې په بریتانیا کې د خلکو په رایو سیمه ییزو شوراګانو ته بریالۍ شوې

لندن

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې، په لوېدیځو هېوادونو کې د افغان ښځو بریاوې، د هغوی د وړتیا، مقاومت او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مهم رول نښه بولي وایي دا بریاوې، په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، افغان نجونو او ښځو ته د هیلو پیغامونه لري.

د ښځو د حقونو فعالې ترنم سیدي یکشنبه د ثور ۲۰ مه ازادي راډيو ته وویل:

"دا بریاوې ښيي چې افغانې نجونې او ښځې، سره له دې چې کلونه یې په کړاو، درد، جګړې، کډوالۍ، تبعیض او محدودیتونو کې تېر کړي، لا هم د رهبرۍ، مدیریت او په ټولنه کې د اغېزمن حضور وړتیا لري او ثابته کړې یې ده چې دوی نه یوازې د شرایطو قربانیانې نه دي، بلکې کولای شي له سختو شرایطو غوره فرصتونه جوړ کړي او په لوړو سیاسي او ټولنیزو کچو کې هم فعال او اغېزناک رول ولوبوي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مسعوده کوهستانۍ وايي:

"د شهیرې کریمي، رابعې نسیمي او پیمانې اسد بریاوې داسې څه نه دي چې یوازې یې کورنۍ پرې وویاړي، بلکې ټول افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، پرې ویاړي، هیله لرم چې دا بریاوې نړۍ ته وښيي چې باید په افغانستان کې د اوسني وضیعت د پای ته رسېدو لپاره کار وشي، څو ښځې وکولای شي د افغانستان دننه د هېواد جوړونې او پرمختګ لپاره کار وکړي او په خپل هېواد کې ویاړونه ترلاسه کړي."

تازه، افغان الاصله میرمنې پیمانه اسد، رابعه نسیمي او شهیره کریمي، چې د کارګر ګوند غړې دي، د لندن او عبدل بوستاني د ګلاسګو د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې دي.

د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې د درو افغان مېرمنو بري وښوده چې افغان مېرمنې له سختو شرایطو غوره فرصتونه جوړولی شي

د لندن د سیمه‌ییزې شورا ټاکنې د روانې ثور په ۱۷مه، د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې او د رسمي پایلو له مخې، کارګر ګوند وتوانېد چې د لوېدیځ لندن ټولې درې څوکۍ وګټي.

هڅه مو وکړه چې له دغو بریالیو مېرمنو سره خبرې وکړو خو د راپور تر چمتو کېدو ونه توانېدو.

خو پیمانه اسد او رابعه نسیمي په خپلو اېکسپاڼو، د خپلې بریا له امله خوښي ښودلې او دا یې د رایه ورکوونکو او د بریتانیا د کارګر ګوند له غړو سره د ګډو هڅو پایله بللې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په جرمني کې میشته افغانه هوسي ظریف اندړ د فرانکفورت ښاروالۍ شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوه، دغه شان د ښځو د حقونو فعاله څانګه صدیقي، په هالند کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا ټاکنو ته د نوماندې په توګه معرفي شوې ده.

له افغانستانه بهر د افغان ښځو بریاوې داسې مهال د پام وړ ګرځېدلې چې د افغانستان دننه، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، ښځې او نجونې په تعلیمي، کاري، سیاسي او ټولنیزو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی، خو له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه یې نجونې له زده منع کړي او د ښځو پر کار او ټولنیز حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي؛ هغه اقدامات چې د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو د مدافعینو له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.