یو شمېر افغان کورنۍ وایي بېوزلۍ یې د ماشومانو پر روغتیایي وضعیت جدي اغېز کړی دی

یو شمېر افغانې کورنۍ وایي د خوړو د نه خوندیتوب دوام یې د ماشومانو پر روغتیایي وضعیت جدي اغېز کړی دی.

د کابل ښار د ۲۲ ناحیې اوسېدونکی ۴۰ کلن رحیم الله وایي، دومره وس نه لري چې خپل ماشومان په نس ماړه کړي.

دی چې په دواړو پښو معلول او د خپلو اتو ماشومانو، مور، پلار او ورېرو په شمول د خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی وایي، خیاطي کوي او کله چې کار ومومي ورځ کې سل تر دوه سوه افغانیو پورې ګټي چې بیا پرې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي وړي، خو په خبره یې ډېری ځله د ورځني او دوامداره کار نه موندلو له امله یې ماشومان په لوږه پاتې کېږي.

رحیم الله ازادي راډیو ته وویل چې د ډاکټرانو په خبره د کورنۍ ماشومان یې په خوارځواکۍ او د وینې په کمښت اخته شوي:

"که کار وي او هماغه ورځ مې سل یا دوه سوه افغانۍ پیدا کړو د هماغه مطابق کور ته یو څه راوړم خو داسې کارونه نشته چې خلک پرې ښه خوراک وکړای شي، زما د کورنۍ همدا حال دی چې که کار هم وي پرې ګوزاره مو نه کېږي او که نه وي خو حتا هغه چای هم نه پیدا کېږي، له همدې امله مې همدا اوس کور کې ۴ یا ۵ ناروغان پراته دي، یو وراره مې دا شپږ شپې د همدې خوار ځواکۍ له امله بستر و، یوه وړه لور مې چې دا څو ورځې شدیده ناروغه وه، پرون مې ډاکتر ته لېږلې وه، هغه ویلل چې وینه یې کمه ده، دا لور مې تقریبا د ۱۵ میاشتو ده."

د کابل یو اوسېدونکی رحیم الله: کار هم وي پرې ګوزاره مو نه کېږي او که نه وي خو حتا هغه چای هم نه پیدا کېږي

رحیم الله وایي یوازې دی نه بلکې ډېری خپل او خپلوان یې هم په ورته حالاتو کې دي او نه شي کولای د ده لاسنیوی وکړي.

نوموړی زیاتوي چې ډیری وخت یوازې وچه ډوډۍ او تریخ چای خوري او په خوړو کې یې ان په میاشت کې هم داسې مناسب کې څه نشته، چې داکټران یې سپارښتنه کوي لکه غوښه، مېوه یا داسې څه چې مغذي مواد په کې شامل وي، چې ماشومان او مېرمن یې چې ماشوم ته شیدې ورکوي وخوري او پرې تغذیه شي.

دی وایي دې حالاتو یې پر ماشومانو او ده فزیکي او رواني فشارونه زیات کړي، چې ډاکټرانو ورته ویلي عصبي تکلیفونه دي:

"بچي مې چې غټ شوي، دا زما او د کورنۍ حالات چې ګوري بیخي یې د اعصابو تکلیفونه پیدا کړي، ډېر فکر کوي چې دا به څنګه کېږي، افغانستان کې له دې امله ډېرو خلکو د اعصابو تکلیفونه پیدا کړي، زه خپله خو ان د اعصابو درمل خورم، ډیری خلک چې د خپلې کورنۍ سرپرستان دي، د (فشار له امله) حتی ځان سره خبرې کوي، ځکه د اولادونو او کورنۍ لوږه او تکلیف څوک نه شي زغملی."

ده وویل چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې کار او ژوند نسبتاً ښه و، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یې اقتصادي او معیشتي وضعیت څو چنده سخت شوی دی.

ده د طالبانو له حکومت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې خلکو ته د کار زمینه برابره او د ده په شان د بې وزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډیریو افغانانو خپل پخواني کارونه او دندې له لاسه ورکړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د محدودو ملاتړ پروګرامونو، په ځینو سیمو کې د بشري مرستو ویش، او د نړیوالو مرستو د راجلبولو د هڅو په شمول د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د اقداماتو خبره کړې، خو راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او د خوړو د نه خوندیتوب کچه لا هم لوړه ده.

نړیوالو ادارو او په دغه هېواد کې دننه خیریه بنسټونو تل د افغانانو د خوړو د نه خوندیتوب اندېښنه څرګندنه کړې او د کچې د زیاتېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان کابو ۱۷،۴ میلیونه خلک د خوړو د نه خوندیتوب له شدید ناورین سره مخامخ دي

دې سازمان ویلي و چې له دې ډلې نږدې ۴،۷ میلیونه یې بېړنۍ کچه کې دي او د ژوند ژغورنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې زیاته کړې وه چې یوازې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د مارچ میاشتې تر پایه پورې په ټول افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب له امله د خوارځواکو میندو ۳،۷ میلیونه او د خوراځواکو ماشومانو ۴،۹ میلیونه پېښې ثبت شوې دي.

دغه شان بیلابیلو نړیوالو ادارو په پرلپسې راپورونو کې خبرداری ورکړی چې د بهرنیو مرستو کمښت، وچکالي، بیکاري، اقتصادي ځوړ، د طالبانو د حکومت لخوا بېلابېلو محدودیتونه په ځانګړې توګه د ښځو پر کار چې ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستانې وې بندیز او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

دا په یو شمیر نړیوالو ادارو په ځلونو ویلي چې د بودجې د کمښت له امله د دې اړمنو افغانانو یوازې یوې محدودې برخې سره مرسته کولای شي.