د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پر کلیو بانډو د پاکستان له خوا پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او داسې ښکاري چې د دې فشارونو هدف دا دی چې سیمه ییز خلک وهڅوي چې د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو د حل لپاره اړوندو پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي.
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا هم ولیکل چې د وضعیت په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو شمیر قومي مشرانو ترمنځ د "سولې تړون" په نوم اسناد لاسلیک شول، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې تړون تایید او هرکلی وکړ.
کرزی وایي چې دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې د مشروعیت لپاره یوه هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد یو عمل دی.
د نورستان او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو د وري په څلرویشتمه جرګه وکړه، بیا دوې اونۍ وروسته د کونړ او د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه وکړه. په دې جرګو کې پریکړه وشوه چې په سیمه کې به اوربند وي او د افغانستان او پاکستان ځواکونه به سرغړونه نه کوي.