د اوکرایین او روسیې درې ورځنی اوربند

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې روسیه او اوکراین د مې له نهمې د دریو ورځو لپاره جګړه دروي. د مې نهمه په روسیه کې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني د ماتې د یادښت لپاره لوی جشنونه او پرېډونه ترسره کېږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې د جشنونو په ځای به هیڅ ډول بریدونه ونشي. نور جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې