ټرمپ: که د ایران له لوري کوم مثبت اقدام ونه شي، ښايي «د ازادۍ پروژه» بیا پيل کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ښايي تر شپې پورې د ایران له لوري د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي و چې واشنګټن تمه لري ایران به د جمعې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب وسپاري.
روبیو ویلي و: «وګورو چې په دې ځواب کې څه شامل دي. زموږ هیله دا ده چې داسې څه وي چې موږ یوې جدي مذاکراتي پروسې ته داخل کړي.»
خو د شنبې تر غرمې پورې لا هم د امریکا د وړاندیز او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ایران د رسمي ځواب خبر نه و خپور شوی.
ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي و: «داسي ښکاري چې نن شپه به یو لیک ترلاسه کړم، وګورو چې څه پېښېږي.»
د امریکا ولسمشر، چې د سپینې ماڼۍ په انګړ کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، ګواښ وکړ چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا «د ازادۍ پروژه» عملي کړي.