د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې ۴ افغانان بریالي شوي

د درو ښځو په ګډون ۴ افغانان د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې بریالي شوي دي.

د کارګر ګوند غړي پیمانه اسد، رابعه نسیمي او شهیره کریمي د لندن او عبدال بوستاني د ګلاسګو د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریالي شوي دي.

د لندن د سیمه ییزې شورا انتخابات د پنجشنبې په ورځ وشول.

پیمانه اسد له هغو رایه ورکوونکو مننه کړې چې د درېیم ځل لپاره یې بیا هغې ته رایه ورکړه.

هغې د دغو ټاکنو د ستونزو په اړه لیکلي: «ځینو خلکو به راته ویل چې زه ریښتینې مسلمانه نه یم، ځکه چې د دوو دولتونو پر حللارې باور لرم. ما ته به یې صهیونیسته ویل، او ځکه چې پلار مې د افغانستان پښتون دی، طالبان به یې راته ویل. همداراز، د بهرني سیاست په اړه د خبرو کولو له امله به یې د چوپولو لپاره د مرګ ګواښونه راته استول.»

مېرمن اسد ټینګار کړی: «ما دا ټول بریدونه وزغمل او د درېیم ځل بریا مې ترلاسه کړه. ان تر دې چې د تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په سر کې راغلم.»

د بریتانیا د پنجشنبې ورځې د ټاکنو پایلې ښيي چې د صدراعظم کی‌یر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند، د انګلستان په سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز په رایه‌اچونو کې له پراخې ماتې سره مخ شوی دی.

په مقابل کې، د «ریفرم یوکې»، د سکاټلنډ ملي ګوند، د وېلز «پلاید کامري» ګوند او زرغون ګوند په یو شمېر حوزو کې پرمختګ کړی دی.

دا ټاکنې د انګلستان د ۱۳۶ سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز د سیمه‌ییزو پارلمانونو لپاره ترسره شوې وې، او د ۲۰۲۹ کال تر عمومي ټاکنو مخکې د کارګر حکومت لپاره د عامه افکارو تر ټولو مهمه ازموینه بلل کېږي.