د قطر صدراعظم او باندنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د ایران په اړه خبرې وکړې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام تایید کړه چې د دغه هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي. ډي. ونس سره لیدلي دي.

تر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو، د خبرو سرچینو په قول، راپور ورکړی و چې د دوی خبرې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو پر محور راڅرخېده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جي. ډي. ونس او قطري چارواکي «د سیمې وروستي پرمختګونه او د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وارزولې، څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا سبب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران وايي لا هم د امریکا د وړاندیز شوې هوکړې طرحه ارزوي او تر اوسه یې رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکې ویلي و چې تمه ده تهران خپل ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپاري.