واشنګټن د عراق د نفتو مرستیال وزیر او څوکسه شیعه ملېشو باندې بندیزونه ولګول

د عراق بصره کې دتیلو دیوې ساحې انځور، ارشیف

د امریکا د خزانې او د بهرنیو چارو وزارتونو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن د ایران د حکومت د ملاتړ په تور د عراق د نفتو مرستیال وزیر او څوکسه شیعه ملېشو باندې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت، علي معارج البهادلي تورن کړ چې ګواکې له خپل مقام څخه یې د ایران او ددغه هیوادو له ملاتړه برخمنوملیشو په ګټه د خرڅلاو لپاره د تیلو په لیږد کې ناوړه استفاده کړې.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د ایران پلوه ملېشو «کتائب سید الشهداء» او «عصائب اهل الحق» درې لوړپوړو مشرانو باندې یې هم بندیزونه لګولي دي.

د بندیزونو په اساس ،په امریکا کې د دغو کسانو هر ډول شتمني کنګل کیږي او امریکایان ورسره هیڅ ډول معامله نشي کولی.

امریکا،اسراییلو سره په ایران له ګډ برید راهیسې پر تهران اقتصادي فشارونه او بندیزونه پراخ کړي دي.