یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د یوې ښځې د جنازې د مراسمو د ویډیو په لېږلو وايي دا د «لیلما» په نوم د یوې سوداګرې ښځې او د سیمهییز سندرغاړي سلام مفتون د مېرمنې جنازه ده، چې د پنحشبنې ( غویي په ۱۷مه ) په سهار د یوه وسلهوال کس له خوا وژل شوې ده.
د جنازې په ویډیو کې سیمهییز سندرغاړی سلام مفتون هم د خلکو ترمنځ په لومړۍ صف کې لیدل کېږي.
دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې لیلما له خپل کوچني ماشوم سره د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د ښځو ځانګړي بازار ته روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړه، خوماشوم یې ژوندی پاته شوی.
د سرچینې په وینا، لیلما په دې بازار کې د یوه رستورانت مدیره او د خیاطۍ د یوه ورکشاپ مسؤله وه چې د آغاخان دفتر له خوا جوړ شوی و.
تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی.
د یوناما د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی.