د امریکا د حکومت د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ددغه هیواد لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د غویي په ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی.

په دې ۱۶ مخیز راپور کې د ولسمشر دونالد ټرمپ له قوله راغلي چې واک ته د هغه تر ستنېدو یوازې ۴۳ ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د کابل په هوایي ډګر د برید عامل نیول شوی؛ هغه برید چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان وژل شوي وو. د راپور په وینا، دا کار د ټرمپ ادارې د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنتیا ښيي.

په دې ستراتیژۍ کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو پر ضد د مبارزې یا د واشنګټن او طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو د القاعده او د داعش خراسان څانګې په څېر ډلو حضور ته په آسیا کې اشاره شوې او د دغو ډلو د پېژندنې او له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې خپور شوی و، ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د داعش خراسان او القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت لا هم جدي اندېښنه ده.

تر دې مخکې، د پنټاګون د پخوانۍ مرستیالې ویاندې سابرینا سینګ د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ویلي وو چې واشنګټن په سیمه او افغانستان کې د القاعده ګواښونه جدي ګڼي.