د دې ادارې د خبرپاڼې پر اساس، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړې ده، په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان د ځنګلونو مساحت ۴۲۷ زره هکتاره زیات شوی دی.
دې ادارې ویلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ تصویرونو په کارولو سره د هېواد د ځنګلونو اندازه ټاکلې ده.
ریموټ سنسنګ هغه سیستم دی چې د سپوږمکیو، ډرونونو یا الوتکو په وسیله د ځمکې عکسونه او معلومات اخلي او بیا یې تحلیلوي.
د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۰ کال پرتله د ځنګلونو پوښښ ۴۲۷ زره هکتاره، یا ۳۵ سلنه زیات شوی دی.
د ۱۳۹۰ کال پرتله د ځنګلونو پوښښ ۴۲۷ زره هکتاره، یا ۳۵ سلنه زیات شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې چې د سپوږمکۍ د نقشو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې افغانستان شاوخوا ۱.۶ میلیون هکتاره ځنګلونه لري، چې د هېواد د ټولې ځمکې ۲.۵۴ سلنه جوړوي.
د یادې ادارې په وینا، د ځنګلونو تر ټولو ډېر زیاتوالی په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې ثبت شوی دی.
خو د چاپېریال ساتنې متخصص ولي مدقق، د دې په ترڅ کې چې د احصایې د ادارې له لوري وړاندې شوي ارقام ښه خبر بولي، شک څرګندوي چې دا شمېرې دې دقیقې وي. ده په دې اړه تېره شپه ازادی رادیو ته وویل:
«موږ همېش چې کومې نقشې د هوا یا ریموټ سنسنګ په واسطه ترلاسه کوو هغه همېش ضرورت لري چې موږ (هغه) په مځکه کې تطبیق کړو. یعني کوم ارقام چې موږ لرو هغو ته له مځکې سره تطابق ورکړو چې رښتیا هم دا موږ د مځکې پر سر هم وینو که نه.»
ده د خپلو خبرو په دوام کې د خپل شک دلایل وویل:
«څو عوامل دي چې هغه د دې باعث کېږي چې موږ دا ارقام تر سوال لاندې راولو، اول دا دی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې امنیتي وضعیت دا شرایط نه برابرول چې د ځنکلونو د پراختیا لپاره ډېر عمومي پروګرامونه د دولت له لوري اجرا شي، د دې ترڅنګ په تېرو شلو کلونو کې موږ تل وچکالي لرله، وچکالۍ هغه شرایط چې ځنکلونه پکې وده کوي، له منځه وړي وو، د دې په خوا کې سېلونه وو، فقر و، په ځنګلونو کې مو د اور لګېدو حوادث درلودل، د ځنګلونو د پرې کولو مشکلات مو لرل. نو که دا ټول موارد په پام کې ولرو، باور نه لرم چې خپاره شوی ارقام دې سم وي.»
د احصایې ادارې د افغانستان په ځنګلونو کې د اور اخیستنو له کبله د ځنګلي ساحو د کمېدو یادونه نه ده کړې.
د احصایې ادارې د افغانستان په ځنګلونو کې د اور اخیستنو له کبله د ځنګلي ساحو د کمېدو یادونه نه ده کړې.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په ځنکلونو کې په ځلونو اورونه لګېدلي او د پراخو ساحو ځنګلونه یې له منځه وړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په بیان کې ویل شوي چې د ځنګلونو او بوټو ګډ مساحت نژدې ۳.۳ میلیون هکتارو ته رسېږي، چې د هېواد شاوخوا ۵.۰۶ سلنه خاوره پوښي. دا په داسي حال کې ده چې تر جګړو وړاندې د افغانستان د ځنګلي او شنو ساحو مساحت ۳ اعشاریه یو میلیون هکتارو ته رسېده.
خو د جګړو او د مرکزي حکومت د کمزورتیا له کبله د افغانستان د شنو او ځنګلي ساحو مساحت په تدریج کم شو او د ښاغلي مدقق په وینا یو مهال یو اعشاریه ۲ میلیون هتکارو ته راټیټ شو.