له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.
د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.
په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتینکول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.
راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.