یو ځوان د فیسبوک د فالورز له زیاتیدو سره نیالګي کري

Bismila Hamdard

په کابل کې یو ځوان چې په فیسبوک کې یې پنځوس زره تعقیبوونکي (فالورز) پوره شوي په دې ویاړ یې پنځوس زره نیالګي کښینولي. نوموړي زیاتوي که د فالورزو شمیر یې یو لکو ته ورسېد په یو عامه ځای کې به څاه ووهي، چې هلته خلک د اوبو له نعمته برخمن شي.

په کابل د بریاني د یو پخلنځي مدیر بسم الله همدرد ازادي راډیو ته وویل:

" کار هغه خوند کوي چې نورو خلکو او وطن ته دې په کې ګټه ورسېږي، چې دې دواړو ته په کې ګټه ونه رسېږي، نو څه به یې خوند وي، چې یوازې ته یې خورې."

بسم الله همدرد زیاتوي چې د انلاین بازارموندنې بریا یې، په یو ټول ګتي فعالیت سره نمانځلې.

همدرد وايي، دا چې په فیس بوک کې یې پنځوس زره تعقیبوونکي ( فالورز ) پوره شوي، په دې خوښۍ یې لسګونه نیالګي کښینولي دي:

" زما چې کله شل زره فالوروز پوره شول په پنځوسو بې وزلو کسانو مې بریانۍ ووېشله او ومې لیکل چې دا ټول ثواب تاسې فالورزو ته بخښمه، چې دېرش زره پوره شول بیا مې شا اوخوا ۶۵ خوراکه نوره بریاني ووېشله، چې پنځوس زره پوره شول ماویل راځه دې سره به نیالګي کښېنومه چې چاپیریال ته یې هم ګټه ورسېږي، ښکلا هم ولري، وطن ته یې هم ګټه ورسېږي او دوامداره وي، نو ماویل که سل زره پوره شول او کار مې ښه و بیا په داسې یو ځای کې څاه ووهم چې هلته خلک د اوبو له ستونزو سره مخ وي. "

ازادي راډیو د تېر لمریز کال په حمل کې په خپله ویب پاڼه له اقتصاد پوهنځي فارغ د دې افغان ځوان ویديو خپره کړه چې د کابل په احمدشاه بابا مینه کې یې په یوې کراچۍ بریاني خرڅوله.

کال مخکې زه یوازې زه وم او دوه ماشومان راسره وو، کور کې مو پخلی کوو په ډېرې سختۍ باندې، اوس یو ستر پخلنځی لرم، چې لس کسان هلته په پخلي بوخت دي
بسم الله همدرد

خو دی وايي، اوس یې کارو بار ډېر پراخه شوی او تر دېرشو پورې نور کسان ورسره کار کوي:

" څه باندې یو کال کې ډېر بدلون راغلی دی، هغه مهال یوازې زه وم او دوه ماشومان وو راسره، کور کې مو پخلی کوو په ډېرې سختۍ باندې، اوس یو ستر پخلنځی لرم، چې لس کسان هلته په پخلي بوخت دي، د دې تر څنګ شل همکاران نور لرم چې څانګو ته یې وړي، زه تر ډیره اوس د مدیریت برخه مخته وړم، هغه وخت مو یو ځای فروشات درلودل اوس اته ځایه دي. "

خو دا چې څنګه ښاغلي همدرد زیاته کړه:

" زه د یو شمیر بهرنیو عالمانو ویديو ګانې ډېرې تعقیبوم، هغوی وايي ډیر خلک د کار د پراخوالي په فکر کې وي او دا وايي چې که کار پراخه شو همکاران به زیات کړم، خو د دوی په باور چې تاسې همکاران زیات کړئ کار خپله پراخېږي، نو هر چا به چې مانه غوښتنه وکړه چې یو کار راکړه که ضرورت به مې هم نه و ما به هغه کس نیولو، چې روزل کېدلو به نو یوه نوې څانګه به مې ورته جوړه کړه، همدا لامل شو چې کار پراخ شي. "

همدرد وايي اوس یې ګټه هم ښه ده او له خپل کار ډېر راضي دی، دی په دې برخه کې د خلکو له پراخ ملاتړ هم منندوی دی وايي، په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له ملاتړ پرته دا بریاوې ورته ستونزمنې وې:

" د خلکو زه ډېر احسانمند یمه، د دوی هر لایک، هر کمنټ او بیا شریکول، او ځان سره د نورو کسانو راوستل، نو ټولنیزو رسنیو زما د کار په پراختیا کې ډېر رول درلود. "