افغانستان کې د نجونو د زده کړو فعال مطیعالله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د "ازادۍ" جایزې ګټونکی شو.
ددغې جایزې د ګټلو لپاره د ۷۵ هیوادونو، ۱۸۷۰۸ ځوانانو مطیع الله ویسا ته رایه ورکړه.
مطیعالله ویسا دغه راز دقطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لخوا د فساد پر ضد مبارزې د «نوښت او مشارکت» برخه کې هم جایزه ترلاسه کړې ده.
د لیبرته (آزادۍ) جایزه هر کال د ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو ځوانانو له خوا هغو کسانو یا سازمانونو ته ورکول کېږي چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي.
مطیعالله ویسا د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د طالبانو د حکومت له خوا ونیول شو او څو میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې. طالبانو هغه تورن کړ چې «د دولت خلاف فعالیتونه» کوي، خو هغه ټول تورونه رد کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زدهکړو څخه بې برخې شوې دي.