روسیي ځواکونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل

زپروژیا د روسیې له برید وروسته- د مې ۵ مه-۲۰۲۶

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.

رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.

دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته مخکې تر دې وشول چې د اوکراین له لورې اعلان شوی اوربند پيلیږي.

کییف د سې شنبې د شپې له دولس بجو وروسته د اوربند د پیلیدو وړاندیز کړی دی. تر دې مخکې مسکو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د مې په اتمه او نهمه، یعني د جمعې او شنبې په ورځو به اوربند وي. دا هغه ورځې دي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا جشن لمانځل کیږي او پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي.