جګړې د ایران له مخکې کمزوری اقتصاد سخت ځپلی

د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په نتیجه کې په ایران کې له یوملیون زیات کاري فرصتونه له مینځه تللي دي. په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د ایران د کلابندۍ د پای ته رسیدو او د سولې په خبرو کې د پرمختګ ډیرې نښې نه لیدل کیږي، عام ایرانیان د دغه وضعیت لوړه بیه پرې کوي.

ایران چې له مخکې یې اقتصاد د لویدیځ له لوري د کلونو لګول شویو بندیزونوسخت ځپلی، اوس د جګړې زیانونو، کلابندۍ او د اسعارو رکود په دې هیواد کې فشارونه نور هم زیات کړي دي.

له کلونو راهیسې د ایران اقتصاد له ستونزو سره مخ و، ځکه نړیوالو بندیزونو او اداري ناسم مدیریت پرې ناوړه اغېز کړی و. د فبرورۍ له ۲۸، له کله چې امریکا او اسرائیل پرایران هوايي بریدونه وکړل، په څرګنده د دې هیواد وضعیت لا خراب شوی دی.

په دغو بریدونو کې چې د دې هیواد زاړه او له مخکې خراب بنسټیز تاسیسات په نښه شوي، په نتیجه کې یې ډیرې فابریکې، د فولادو کارخانې، پلونه او بندرونه ویجاړشوي دي. ترټولو بدتره داچې په نښه شویو تاسیساتو کې د دې هیواد د تېلو او ګازو تاسیسات شامل و. د ایران پر بندرونو د امریکا له کلابندي سره چې تراوسه ټینګه ده، د تهران د عوایدو اصلي سرچینه تقریباً وچه شوې ده.

د ازادې اروپاـ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د امریکایي ډالر په وړاندې د ایران د اسعارو ارزښت ترټولو ټیټې کچې ته رالویدلی اوپه دې هیواد کې د انټرنېټي خدماتو بندیدوهم کاروبارونه په ټپه درولي دي. یوشمیرکارپوهان وايي چې د ایران اقتصاد اوس داسې یوې مرحلې ته داخل شوی چې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.

په ایران کې وضعیت دومره خراب شوی چې لوړپوړي چارواکي هم ورڅخه انکارنه کوي

په لندن کې میشت کاپیټل ایکونومیکس اداره کې د راټوکیدونکو بازارونو د چارو مرستیال مشر او اقتصاد پوه جیسن تووي وایي: " ترهغو چې رژیم له امریکا څخه د کلابندۍ د پای ته رسولو لپاره امتیازات و نه غواړي، اقتصاد به اړوي وي چې په ډېر سخت رکود کې پاتې شي." نوموړي زیاته کړه: "خو بالاخره دا موضوع په اقتصادي فشار پورې تړلی چې د ایران رژیم یې خپلو پوځي او جیوپولیټیکي هدفونو ته د رسیدو لپاره ترڅه حده زغملو ته چمتو دی."

په ایران کې وضعیت دومره خراب شوی چې لوړپوړي چارواکي هم ورڅخه انکارنه کوي.

د راپورونو له مخې د ایران د مرکزي بانک ریس، عبدالناصر همتي، له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه غوښتي چې د اقتصاد د ثبات لپاره بېړني اقدامات وکړي چې په بشپړه توګه د انټرنېټ بېرته فعالول او له واشنګټن سره د سولې د تړون هڅه هم پکې شامل دي.

د حکومت ویاندې، فاطمه مهاجراني، ویلي چې د جګړې له امله بنسټیزو تاسیساتو، هستوګن ځایونو او سوداګریزو ملکیتونو ته ټول زیان ۲۷۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي. دا د ایران د ۲۰۲۵ کال د ټولې بودجې شاوخوا نهه برابره ده او هغه د اقتصاد نیوز خبري سایټ په وینا د هېواد د ټول اقتصادي تولید نږدې ۶۰ سلنه جوړوي.

لومړني اټکلونه ښيي چې جګړې له یو میلیون څخه زیاتې دندې له منځه وړې دي او دوه میلیونه کسان یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول بې ‌روزګاره کړي دي

ایراني چارواکي یوازې د ملکي زیربناوو د بیا رغونې لګښتونه شاوخوا ۳۰۰ میلیارډ ډالره اټکلوي او پر دې سربېره نورلګښتونه هم له پامه نشي غورځول کیدای، هغه چې د اقتصاد د ګډوډۍ له امله رامنځته شوي. د بیلګې په توګه کاري فرصتونه له منځه تللي او د ټولنیزو مرستو اړتیا هم زیاته شوې ده.

د ایران د کار وزارت د مرستیال غلامحسین محمدي، په وینا لومړني اټکلونه ښيي چې جګړې له یو میلیون څخه زیاتې دندې له منځه وړې دي او دوه میلیونه کسان یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول بې ‌روزګاره کړي دي.

دغې جګړې د ایران د کار بازار ته اوښتی زیان لا پسې زیات کړی دی.

د ایران د دنیای اقتصاد ورځپاڼې په وینا، پسرلی معمولاً د ګومارلو تر ټولو بوخت موسم وي او د ایران تالنټ په نوم د شغلونو یو بنسټ وایي چې د پسرلي په یوه عادي میاشت کې شاوخوا ۶۵,۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کیږي خو سږکال دغه فرصتونه ۸۰ سلنه کم شوي دي، یعنې د تېر پسرلي له هرو پنځو دندو څخه اوس څلوریې له منځه تللې دي.

په عین حال کې د شغلونو د متقاضیانو شمیرهم ډیرزیات شوی دی. د کارموندنې یوې ادارې Jobvision د مې میاشتې په پنځمه په یوه ورځ کې د ۳۱۸,۰۰۰ متقاضیانو اسناد ترلاسه کړي چې دا تر ټولو لوړ ریکارډ دی یعنې مخکې په یوه ورځ کې د متقاضیانو شمیر ۲۱۲,۰۰۰ تنه و. دغه شمیرې ښیي چې د شغلونو د متقاضیانو او د موجوده کاري فرصتونو ترمنځ واټن تر بل هر وخت ډیر زیات شوی دی.

په همدې حال کې، شنونکي وايي چې پرانټرنیټ د حکومت له لوري د لګول شوي بندیز له امله چې اوس یې ۶۶ ورځ ده، اقتصاد لا ویجاړشوی.

دغه بندیز د ایران ډیجیټلي اقتصاد ته هره ورځ د ۳۰ تر ۸۰ میلیونه ډالرو پورې زیان رسوي چې له امله یې الکترونیکي سوداګري، لوژیستیک او د ټکنالوژۍ سکتور سخت زیانمن شوی.

په ورته وخت کې ایراني ریال هم ډیر رالویدلي دي. د ایران د سرو زرو او بهرنیو اسعارو د بازار د څارونکې ادارې TGJU په وینا، اوس په ازاد بازار کې شاوخوا ۱،۹ ملیون ریاله له یو ډالر سره تبادله کیږي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره زیات دی.

په دې اړه نور:

ولسمشر ټرمپ وايي ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شي غوښتی

پربندرونو د امریکا له کلابندۍ سره چې د دې هیواد د تېلو عواید بند شوي او کاروبارونه هم د مالیې وړعواید نه شي تولیدولای، نو حکومت له یوه اساسي مالي بحران سره مخ شوی دی.

په آذربایجان کې مېشت د ایران د انرژۍ کارپوه دلګه خاتین اوغلو د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې که د امریکا له خوا لګول شوې کلابندي دوام وکړي نو ایران به اړ شي چې د تېلو او ګازو تولید کم کړي، ځکه د زېرمه کولو ځایونه یې مخ په ختمېدو دي.

هغه اټکل کړی چې که د امریکا بندیز یوه بله میاشت هم دوام وکړي، د ایران د تېلو تولید به په ورځ کې ۱،۲ میلیونه بېرله راکم شې چې د نوموړي په وینا دا به د ایران لپاره ډېر دردناک وي.