د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ایران د هرمز تنګي په بیا تړلو سره له موږ باج نه شي اخیستلی.
هغه دا خبره سپینې ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال وکړه.
ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه د ایران په اړه څرګندونې کړي چې ایران یو وار بیا د هرمز تنګی وتاړه او دوه کښتۍ یې د ډزو هدف وګرځولې.
د امریکا ولسمشر د ایران په اړه په خبرو کې وویل: « موږ به وروسته د ایران په اړه خبرې وکړو. موږ ډېرې ښې خبرې اترې روانې کړي. ډېر ښه کار کوي. دوی یو څه چالاکي کوي، لکه څنګه چې دوی له تېرو ۴۷ کلونو راهیسې دا کار کوي.»
هغه زیاته کړه: «هېڅوک له هغوی سره نه وو مخ شوي خو موږ یې مخ ته ودرېدو. هغوی سمندري ځواک هوايي ځواک هېڅ شی نه لري. هېڅ مشران نه لري. هېڅ هم نه لري. په حقیقت کې هلته د رژيم بدلون دی. که یې د رژيم تحمیلي بدلون بولئ. خو موږ له هغوی سره غږېږو. هغوی بیا غوښتل هرمز تنګی وتړي لکه څنګه چې له کلونو یې دا کار کړی خو [له موږ باج نه شي اخیستی] موږ نه شي بلکمیل کولای.»
د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې په دوام سره د ایران سپاه پاسداران ځواکونو او د ملي امنیت عالي شورا اعلان کړی د هرمز تنګی چې د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره پرانیستی وو یو وار بیا پخواني حالت ته ورګرځېدلی او تړلی دی.
شنبه د راپورونو له مخې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په دغه تنګي کې په دوو کښتیو ډزې کړې دي.
تر دې پېښې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تایید کړې چې دغو کښتیو د دوی تر بیرغ لاندې تېل انتقالول خو شنبه د ایران پوځي ځواکونو هدف ګرځولي.
هند د دې کار په غبرګون په نوې ډهلي کې د ایران سفیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ور اورولی.
د هند بهرنیو چارو وزارت سکرتر ویکرم میسري د ایران له سفیر محمد فتحعلي غوښتي چې له هرمز تنګي څخه هند ته د تلونکو کښتیو په مخ ژر تر ژره اسانتیا برابره کړي.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي چې په دغو دوو کښتیو سربېره یوه بله بار وړونکې بېړۍ هم په یوه توغندي لګېدلې.
له هرمز تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه تېل او ګاز تیریږي.
ایران د جمعې په ورځ دا تنګی له څو میاشتو بندولو وروسته پرانیستی وو.
د جمعې د ورځې تحول وروسته له هغه رامنځته شو چې د اسراییلو او لبنان تر منځ اوربند ټینګ شو خو ایراني چارواکو یکشنبه سهار بیا د دغه تنګي د تړلو اعلان وکړ.
که څه هم د لنډ وخت لپاره د هرمز تنګی پرانیستی پاتې وو خو دغه کار د تیلو په نړیوالونو بازارونو ډېر اغېز وکړ او په لومړنیو ساعتونو کې د هر بېرل تیلو بیه کې تر لسو فیصدو کموالی راغی.