افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کونړ باندې د پاکستان نويو بریدونو کې ولسي خلک په نښه شوي

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یو انځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ډیورند کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو په نویو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د یادو بریدونو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي، او شاوخوا ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د تیرې جمعې په ورځ پاکستان په ورته ادعا کې ویلي وو چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.