له رواني فشار سره مخ ځینې افغان نجونې او ځوانان؛ بیکاري او بندیزونه یې لوی لاملونه ګڼل کېږي

له خپګان او بیوزلی سره مخ یو افغان ځوان

یو شمېر عام افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ځوانان وایي د بېلابېلو ننګونو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له روحي او رواني فشارونو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو ته وویل، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او پر نجونو د زده کړو لګول شویو بندیزونو یې عمده لاملونه دي. ارواپوهان هم وايي، دا وضعیت، ستونزې او محدودیتونه د خلکو پر رواني روغتیا مستقیم اغېز لرلی شي.

د کابل ښار اوسېدونکی حمید وایي د بې کارۍ له امله نه شي کولای د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي او دې چارې یې، پر روان ژور اغېز کړی دی.

که یو وخت لپاره زحمت باسو او ډوډۍ پیدا کوو، دویم وخت لپاره بیا په ډېرو ستونزو که وو چۍ ډوډۍ او چای پیدا کړای شو، شخصا زما کور کې همدا حالت دی او بې کاره یم.
یو افغان ځوان چې رواني فشار سره مخ دی

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ورته ستونزه بیانوي:

«اوسني وخت کې خو ټول خلک د اقتصادي ناورین او کاري فصتونو نه شتون له امله رواني فشارونو او ستونزو سره مخ دي، شخصاً ما مخکې په مختلفو پوزېشنونو بېلابېلو موسسو سره کار کاوه خو اوس ټولې بندې دي، اوس مې عاید کم دی، چې عاید دې کم وي کورني مشکلات حتما پیدا کېږي چې د رواني فشارونو لامل کېږي، چې همدا اوس زه خپله ورسره مخ یم.»

په ورته وخت کې یو شمیر افغان ښځې او نجونې هم وایي د طالبانو حکومت لخوا پر دوی لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه د دې لامل شوي له رواني فشارونو سره مخامخ شي.

د لوګر ولایت مرکز پلم عالم اوسېدونکې ۲۱ کلنې زینت ازادي راډیو ته وویل:

«افغانستان کې د خلکو ژوند ورځ بلې ته بدتره کېږي، ځکه ژوند مو له محدودیتونو ډک دی، له زده کړو او کار راګرځول شوي یو، په دولتي ادارو کې کار نه شو کولای، د تګ راتګ امکانات هم ډېر محدود شوي، نو دې حالت د ښځو پر رواني حالت ډېره اغېزه کړې، او ډېری یې د ناهیلۍ احساس لري، ښځې له یو عادي ژونده او ټولنه کې له ګډونه محرومې شوي چې دا هم موږ په رواني لحاظ ځوروي.»

دوی ټینګار کوي چې که دې ستونزو ته جدي پاملرنه و نه شي، ښايي د ټولنې پر عمومي وضعیت اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

د بېلابیلو نړیوالو راپورونو پر بنسټ په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو راورسته په دغه هیواد کې بیکاري او بې وزلۍ زیاته شوې، طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولي، ښځې یې په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي او له ډیری ټولنیزو فعالیتونو هم څنډې ته کمړل شوي دي.

ارواپوهان هم وايي، دا وضعیت، ستونزې او محدودیتونه د خلکو پر رواني روغتیا مستقیم اغېز لرلی شي.

دا متخصصان خبرداری ورکوي چې دوامداره رواني فشارونه کولای شي د خپګان، اضطراب او نورو رواني ناروغیو لامل شي.

له دې ډلې ډاکتر وحید نورزاد د خلکو د روان بهترۍ لپاره ځینې لنډې او اسانه سپارښتنې ازادي راډیو سره داسې شریکې کړې:

«هغه کسان چې ځانونه په تشویش او خپګان کې احساسوي، لومړی خو باید خپل یو نږدې ملګري د کورنۍ غړي یا څوک چې دوی ته نږدې او د باور وړ دي، خبرې وکړی، چې په رواني لحاظ تخلیه شي، که داسې نه وي ښه ده چې یو مسلکي کس یا ارواه پوه نه مرسته واخلي،چې د نورو رواني پېښو مخنیوی وشي،بل ورزش کولای شي،پیاده روي له معنوي سرچینو کار اخیستل او د ټلیفوني له لارې دوستانو سره خبرې وکړي خپل دوستانو او کورنیو سره دې ناستې ولاړې ولري،نو دا انسان سره مرسته کولای شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم د تېر ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې په خپل یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د کلونو جګړو او روان اقتصادي ناورین افغانان له روحي رواني اړخه ځپي او په ټکو یې دوی یې له ژورخفګان، استرس او اضطراب، روحي فشارونو او بېلابېلو شدیدو رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

«ډبلیو اچ او» په خپل دې راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان د روحي رواني ستونزو د شدت سربېره، لا هم د دغه هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ډېری روغتونونه ځانګړي رواني څانګې او خدمتونه نه لري.