له پاکستان او ایرانه راستانه شوي کډوال؛ بې کارۍ او بې وزلۍ له ستونزو سره مخ کړي

افغان کډوال

یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان او ایرانه بیرته راستانه شوی وايي د بې روزګارۍ له دوامداره ستونزې سره مخ دي، چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي. دغه راستانه شوي افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د کار د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د کاري فرصتونو کمښت او اقتصادي ستونزې له ایران او پاکستانه راستانه شوي افغانان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

دغه افغانان چې کلونه په بهر کې له ژوند کولو وروسته افغانستان ته ستانه شوي، وایي د کارونو نشتوالي دوی د ژوند د تېرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی چې په خبره یې په ساختماني برخه کې یې کار کاوه او نږدې یو کال وړاندې په پاکستان کې له څلورو لسیزو ژوند تېرولو وروسته افغانستان ته ستون شوی وویل، سختې بې کارۍ په مخه کړی دی.

هغه د نوم د نه خپرېدو په شرط دوشنبه د ثور ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل:

په خدای، یو کال کېږي چې په کور کې بې‌کاره ناست یم؛ کار چېرته دی؟ درې میاشتې د کور کرایه راباندې پاتې ده
له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال

هغه زیاته کړه: «د برېښنا بل هم راباندې جمع دی، څو ورځې مخکې د کور مالک د حوزې جلب راوړی وو او راته یې وویل چې کور مې خالي که او پیسې هم راکه، موږ په دغسې وضعیت کې ژوند کو، بس یوه ورځ یې لرو دوه ورځې په نهر تېروو، زما دوه اولادونه په بازار کې پلاستیکونه پلوري، د ورځې پنځوس یا شپیته افغانۍ پیدا کوي له دې پرته نور هیڅ نه شته.»

دی وايي هڅه کوي چې د یو څو روپیو له پیدا کولو وروسته د خوارۍ او مزدورۍ په لټه بیا پاکستان ته لاړ شي.

له پاکستانه یو بل راستون شوی افغان خان ولي چې په خبره یې اوس مهال د کابل په بګرامیو کې په یوه خیمه کې ژوند کوي وايي:

«له هغه وخته چې له پاکستانه راغلي یو، نه مو کار موندلی او نه کار پیدا کېږي، په کوم کسب کې چې زه مهارت لرم، لکه دوکانداري او موټر چلول، اقتصادي توان یې نه لرم چې ترسره یې کړم، هېڅ کار نه پیدا کېږي، نه موږ ته ځمکه راکړل شوې او نه کومه مرسته شوې؛ هغه څه چې ژمنه شوې وه، هېڅ یو یې عملي نه شول.»

خو دا یوازې له پاکستانه راستانه شوي نه دي چې له بې کارۍ کړیږي، بلکې له ایرانه راستانه شوي افغانان هم له ورته برخلیک سره مخ دي، په ځانګړې ډول میرمنې چې د طالبانو له لوري یې په کار محدودیت هم لږېدلی دی.

زینب چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او نږدې یوه میاشت وړاندې له خپلو دوه اولادونو سره په ایران کې له څلور کلن ژوند تیرولو وروسته راستنه شوې او اوس د بلخ په مزار شریف ښار کې اوسیږي ازادي راډيو ته یې وویل: « تاسو به باور ونه کئ خو هره شپه تر سهاره د اندېښنو له امله خوب نه شم کولای ، ځکه د کار کولو اجازه نه لرم، او ماشومان راپه غاړه دي، ژوند راته ډېر سخت شوی دی، که دلته ماته لږ کار پیدا شي زما ژوند به روان شي، نه پوهیږم اخر به څه کوم خو اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ یو.»

دغه راستانه شوي افغانان وايي په افغانستان کې لا له وړاندې د کار بازار محدود وو او اوس چې د د کارغوښتنې کچه لوړه شوې بې کارۍ ورسره ورځ تر بلې زیاتیږي.

د اقتصاد د برخې یو شمېر پوهان وايي د کډوالو د بېرته ستنېدو زیاتېدونکې څپه، له اقتصادي رکود سره یو ځای، د کار پر بازار اضافي فشار راوړی دی.

د دوی په خبره، د پانګونې نشتوالی، د پراختیايي پروژو محدودیت او د تولیدي فعالیتونو کمښت د کار د فرصتونو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخواني استاد پوهاند بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره یو منظم لنډمهالی او اوږدمهالی پلان، د پایداره اقتصادي بنسټونو رامنځته کول، او د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول ضروري دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایرانه له راستنېدونکو سره مرسته کوي او هغوی ته به ځمکې هم ووېشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) دوه اوونۍ مخکې راپور ورکړی چې په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان راستنېدونکو شمېر نږدې اوولس برابره زیات شوی، او له ایران څخه هم بېرته ستنېدل په څرګند ډول زیات شوي دي.

د (IOM) په وینا، د راستنېدونکو دا لوړه شمېره افغانستان له لا زیات فشار سره مخ کړی دی.