نرګس محمدي د عاجلې درملنې څانګې ته استول شوې

د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې اوسمهال زندان کې ده. ارشیف

ایران کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال په زندان کې ده، د عاجلې درملنې څانګې (ICU) ته لېږدول شوې.

د هغې ورور حمیدرضا محمدي د ازادې اروپا راډیو، ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي چې خور یې "د مرګ تر پولې رسېدلې ده."

حمیدرضا وویل: "هغه مري. د زندان د سختو شرایطو او هغه زیان له امله چې ورپیښ شوی، هغه د مرګ په درشل کې ده."

حمید رضا زیاته کړه چې "د نرګس او د ټولو بندیانو د ژوند مسوولیت مستقیما د قضایي چارواکو او امنیتي ادارو پر غاړه دی. "

د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې ۵۴ کاله عمر لري، د ۲۰۲۴ کال د نوبل د سولې جایزه ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د خپلې مبارزې له امله وګټله. هغې د خپل فعالیت له امله د تېرو لسو کلونو ډېره برخه په زندان کې تېره کړې ده، او د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې یو ځل بیا د هېواد په شمال ختیځ ښار مشهد کې د یوې یادغونډې پر مهال ونیول شوه.

له نیول کیدو وروسته، هغې ته د ۷ نیمو کلونو نوي بند حکم ورکړل شو، او اوس مهال د تهران لویدیځ ته ۳۳۰ کیلومتره لېرې د زنجان په زندان کې ساتل کېږي.