د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډ سي دیکشنبه په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وايي تیره اونۍ یې له هغو افغان خبریالانو سره ولیدل چې "لا هم په سختو شرایطو کې خپل مهم کارته دوام ورکوي."
ښاغلي لیندسي په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "دغه خبریالان د افغان خلکو اندیښنې او غوښتنې مطرح کوي او د هغو کسانو غږ پورته کوي چې ترټولو ډیره اړتیا ورته لري."
بلخوا، د رواداري په نامه د بشري حقوقو سازمان ددغې ورځې په مناسبت افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي دوضعیت او دبیان ازادي په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان وویل ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د سلګونو رسنیو کار دریدلی دی او ګڼ شمیر خبریالانو خپل کار له لاسه ورکړی او مجبور شوي چې خپل هیواد پریږدي.
بلخوا افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.
هغه په یوه ویډیو پیغام کې وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه غوښتي چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."